واشنګټن پُسټ: طالبان یوې محصلې ته، زده‌کړې پرېږده که‌نه کور به دې وسوځو

فاریاب ولایت د افغانستان په نقشه کې

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ وروستيو خبرو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، له دې سره چې په‌دغو خبرو کې توافق نه‌دی تر لاسه شوی، خو دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو ويلي چې یو اخري توافق ډېر نږدې دی.

په مقاله کې راغلي، په‌دې اړه چې د افغانستان له خاورې به د ترورېستي حملو لپاره استفاده نه‌کېږي، د طالبانو ژمنه د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ايښودلو لپاره د چهارچوب له مهمو ټکو څخه کېدای شي.

نيويارک ټایمز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په اړه ليکلي چې د سې شنبې په شپه‌يې واشنګټن ته پرواز وکړ چې له طالبانو سره د پنځم پړاو خبرو اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پامپیو ته تفصیل ورکړي.

مقالې د ښاغلي خليل‌زاد له قوله لیکلي چې وايي:

یو شمېر پرمختګونه‌يې کړي او د هغو مسايلو چې ډېر پېچلي او ستونزمن دي، په اړه د یو بل د درک کولو په خاطر يې مفصلې خبرې وکړې.

نيويارک ټايمز د یوه امریکايي چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی ياد شوی، له قوله ليکلي چې امریکا د طالبانو له ژمنې رضايت تر لاسه کړی چې وایي، د افغانستان خاوره به د هېڅ‌چا پر وړاندې نه‌کارول کېږي.

بل لور ته طالبانو له امريکا غوښتي چې خپل ځواکونه له افغانستانه په شپږ میاشتو کې وباسي، خو امریکا د درېيو کلونو پر مهال د وتلو ټینګار کړی دی.

نیويارک ټايمز ليکي چې تر پسرلي مخکې چې جګړه زیاتېږي، یوه واضح توافق ته رسېدل دا اندېښنې زیاتې کړي داسې نه‌وي یو بل خونړی کال مخې ته وي.

ورځپاڼې شمېرې خپرې کړي چې وايي، په افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو او امنيتي ځوکونو په ګډون تر یو لک زیات افغانان، دوه زره او څلور سوه امریکايان او تر زرو زيات د نورو هېوادونو وګړي وژل شوي دي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغان ښځو پر وضعیت يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله ليکي، یو څو مياشتې مخکې په فارياب ولايت کې طالبانو یوه ښځه چې د فارمسي محصله وه، پر لاره راوګرځوله او ورته‌يې وويل چې زده‌کړې پرېږدي که‌نه، کور ته به‌یې اور ورته کړي.

د مقالې په وينا دې ښځې او نورو ښځينه محصلینو له بېرې د طالبانو دا غوښتنه ومنله.

مقاله په همدې ولایت کې په ورته وخت کې يوې بلې پېښې ته اشاره کوي چې طالبانو یوه بله ښځه هم پر لاره راګرځولې وه او ورته‌يې همدا خبره کړې وه، خو دې ښځې ورته ويلي و چې که د دوی مېرمنې او ميندې ناروغې شي، ښځينه ډاکترې ته به‌یې اړتيا وي.

سخت دريځو دې ښځې ته اجازه ورکړې وه چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

واشنګټن پُسټ لیکي:

دا دوه کیسې ښيي، طالبان چې تر نيمايي زياتې ولسوالۍ په خپل کنټرول کې لري، هغومره ظالم نه‌دي لکه په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې چې يې واک درلود او ښځې به‌یې وهلې او نارینه ته به‌یې په یو او بل ډول سزا ورکوله.

مقاله د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې اړوند خبرو ته اشاره کوي او ليکي چې افغان ښځو په بېلابېلو مواردو کې اندېښنه څرګنده کړې چې که طالبان یو ځل بیا واک تر لاسه کړي، دوی به یو ځل بیا د کار او زده‌کړو اجازه ونه‌لري.

مقاله یادونه کوي چې طالبانو ويلي، له اسلامي قوانينو سره سم به د ښځو حقونه خوندي وساتي، خو دا یې نه‌ده روښانه کړې چې د دوی دا خبره څه معنی او نه‌یې هم تر اوسه له افغانانو سره د مذاکراتو خبره منلې.