ولسمشر غني د "مهسا" د قتل عاملینو ته د سختې سزا د ورکړې ژمنه وکړه

د شپږ کلنې مهسا د تښتونې او وژنې عاملین چې پر خپلو کړنو یې اعتراف کړی

په ټولنیزو رسنیو کې د شپږ کلنې مهسا د تښتونې او وژنې د تصویرونو له خپرېدو یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې عاملینو ته د سختې سزا د ورکړې ژمنه وکړه.

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې د شپږ کلنې مهسا د وژل شوي جسد تصویرونه خپاره شول، افغان ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې یاده قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.

ښاغلي غني په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د یاد جنایت ترسره کوونکي‌ به د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې سخت مجازات کړي.

بل‌خوا د د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» د کابل امنیه قوماندانۍ د پېښې دوه تنه عاملین په کابل کې د خبریالانو مخې ته ودرول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رئيس محمد سالم الماس وویل، کشفي ارګانونه په ۲۴ ساعتونو کې وتوانېدل چې د وژل شوې مهسا مړی د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې په یوې ویاله کې ومومي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رئيس محمد سالم الماس

ده وویل:

"پولیسو دلته بې‌پروايي نه‌ده کړې، کله چې مو اطلاع ترلاسه کړه چې یو ماشوم له ۳۱۵ سیمې تښتول شوی، موږ وتوانېدو چې له ۲۴ ساعتونو په لږ وخت کې سړي تښتوونکي ونیسو، دوی په دغه عمل اعتراف هم کړی، خو په خواشینۍ سره چې ماشوم ترې وژل شوی، موږ جسد وموند، لومړی مو عدلي طب او بیا مو کورنۍ ته وسپاره."

د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې، د وژل شوې مهسا پلار صراف و، سړي تښتوونکو د ده لور د دوشنبې په ماښام تښتولې او د ټيليفون له لارې یې د دې له کورنۍ درې لکه ډالر غوښتي او ګواښ‌یې کړی چې که پیسې ورونه‌رسېږي، ماشومه به ووژني.

هڅه مو وکړه چې د وژل شوې مهسا له کورنۍ د دې د تښتول کېدو او وژل کېدو په اړه وپوښتو، خو بریالي نه‌شو.

دغې پېښې د کابل ښاریانو کرکه پارولې او له حکومته غواړي چې د پېښې عاملین ونه‌بخښي.

د افغانستان د بشري حقونو د ماشومانو د ملاتړ د څانګې مشر نجیب‌الله ځدراڼ ببرکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر یاده پېښه خواشیني وښوده او ویې‌ویل، کاشکې کشفي ارګانونه توانېدلي وی چې دغه ماشومه له وژل کېدو دمخه وژغوري.

ده وویل:

"دا د خواشینۍ خبره ده چې ماشوم تښتول کېږي او داسې اقدامات نه‌کېږي چې ژوند يې وژغورل شي، افغان حکومت د ماشومانو کنوانسیون ته ژمن دی، زه هیله‌مند یم څه چې په قانون کې دي، باید د پېښې پر عاملینو پلي شي."

د پېښې یو عامل د خبریالانو په مخکې اعتراف وکړ چې مهسا یې د درې لکه ډالرو په خاطر تښتولې او وژلې یې ده.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل وویل، د پېښې د عاملینو دوسیه به ډېر ژر لويې څارنوالۍ ته وسپاري.

د افغانستان لويې څارنوالۍ په یوې خبرپاڼه کې له کشفي او امنیتي ارګانونو غوښتي چې د قضیې اړوند دوسیه دې پرته له ځنډه دوی ته وسپاري.

لویې څارنوالۍ دا هم ویلي چې دا ډول پېښې ورته د منلو نه‌دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان په لویو ښارونو کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي، بلکې د کابل او نورو ښارونو اوسېدونکي د ډېری داسې پېښو شاهدان دي.

د کابل امنیه قوماندان د دغو پېښو لامل په کابل کې د نفوسو زیاتوالی او د خلکو اوزګارتیا ګڼي او وايي، پولیسو له بل هر وخته هڅې تېزې کړي چې د دې ډول پېښو مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند