اروپایي ټولنه: د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ د رسنیو کار کمزوری کوي

په هلمند کې د خبريال نثار احمد احمدي د چاودنې یو انځور

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت وايي، په دې هېواد کې پر ژورنالېستانو حملې د ازاد ژرونالیزم لپاره ساحه محدودوي.

دې ډيپلوماتیک مأموریت په هلمند کې پر خبریال نثار احمد احمدي وروستۍ حملې ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي:

"کله چې د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ پېښ شي، د رسنیو کار کمزوری او بې‌باوره کېږي."

د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر پرون سهار په لښکرګاه کې چاودنه وشوه.

هغه په هلمند کې د سباوون راډيو مشر دی.

په چاودنه کې د هغه يوه پښه زخمي شوې او کابل ته د درملنې لپاره رالېږدول شوی دی.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم دا حمله غندلې ده.