ځایي چارواکي: په بادغيس کې شااوخوا ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي

په بادغيس ولایت کې پر یو شمېر دولتي پوستو په حملو کې شااوخوا ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د بادغیس د والي وياند جمشید شهابي نن وويل چې په نښتو کې ۴۲ سخت دريځي وژل شوي او ۱۵ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

شهابي وايي، په دغو پوستو کې د یو شمېر نورو سرتېرو برخلیک نه‌دی معلوم.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وويل چې د شنبې په ورځ د طالبانو تر حملو وروسته حکومت بالامرغاب ولسوالۍ ته د هوايي ځواکونو ملاتړ لېږلی دی.

دی وايي، په ټوله کې ۲۰ سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور برمته نيول شوي دي.

منګل زیاته کړه، طالبانو پر څلورو امنیتي پوستو حملې وکړې او جګړه اوس هم دوام لري.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا حمله طالبانو کړې او ادعا يې کړې چې دوی ۲۸ سرتېري برمته نيولي دي.