ارزګان کې د پستې او بادامو ۳۶۷ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

ارشیف، ارزګان

د ارزګان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست له‌خوا د بدیل معیشت پروګرام د پلان پر بنسټ په‌دغه ولایت کې د پستې او بادامو د ۳۶۷ جریبه نوي باغونو د جوړولو لړۍ رسماً پیل شوه.

د دغه ولایت د کرنې رئیس احمدشاه خیري نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې لړۍ کې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د پستې او بادامو ۳۶۷ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پسته او بادم په نړیواله کچه مشهور او ښه بازار لري.