ولسمشر غني: د افغان مېرمنو په وړاندې لویه ستونزه بېوزلي ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر د افغان مېرمنو په وړاندې بېوزلي تر ټولو ستره ستونزه بولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې د فقر او بېوزلي له منځه ولاړه نه شي، افغان ښځې به له اساسي حقه محرومې وي.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې یوې غونډې ته په خبرو کې بېوزلي د افغان ښځو په وړاندې لویه ستونزه یاده کړه او ويې ویل چې که چېرې د بېوزلۍ د له منځه وړل ملي هدف ونه ګرځول شي، د مېرمنو بېوزلي له منځه نه ځي.

ده وویل:

"د افغان مېرمنو اساسي ستونزه بېوزلي ده، د افغان مېرمنو اکثریت يې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، تر هغه وخته چې د افغان مېرمنو د فقر له منځه وړلو ته موږ اساسي توجو ونه کړو او دا مسئله ملي ونه ګرځوو، تر هغه وخته به افغان مېرمنې محرومې وي."

خو افغان ولسمشر د افغان ښځو د پرمختګونو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې نن ورځ د ښځو په وړاندې فکري مخالفتونه له منځه تللي او اوس دوی له عدالت غوښتنې سیاسي ګډون ته رسېدلي دي.

ښاغلي غني وویل چې د هېواد په په لوړه کچه د ښځو ګډون د پام وړ پرمختګ ښکاره کوي.

نوموړي ټینګار وکړو چې د ملي یووالي حکومت د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو په حقونو بحث کوي.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې برخه لرله او ويې ویل چې ټولنه د ښځو له نقش پرته دوام نه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل چې اوس د افغان مېرمنو ذهنیت بدلون کړی او ټولې د سولې او زده کړو او ټولنیز پرمختګ غوښتونکې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري په ټولنیزو، سیاسي، سودا

ګرۍ او اقتصاد او د رهبرۍ په برخه کې د ښځو پرمختګونو ته اشاره وکړه، خو ويې ویل چې په محلې ادارو کې د ښځو د ګډون ټیټه کچه هغه ستونزه ده چې لا هم نه ده حل شوې.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

​دې وویل:

"البته له بریا سره سره یو شمېر ستونزې هم لرو، په سیمه ییزو ادارو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو کمرنګه ګډون، همدا شان په ناامنو سیمو کې د معلمینو، پولیسو او ډاکترانو په برخه کې د مسلکي ښځو کمښت."

مېرمن نظري د ملګرو ملتونو د راپور په اساس وویل چې د ښځو چارو وزارت او د دې وزارت د همکارو ادارو په هڅو د ښځو په وړاندې ۲۰ فیصده تاوتریخوالی او ۱۰ فیصده د ټیټ عمر لرونکو د ودونو کچه ټيټه شوې ده.

د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانې مېرمنې لا هم د تاوتریخوالي څخه کړېږي او وايي چې باید په دغه ډول غونډو کې یوازې ژمنې ونه شي، بلکې د ښځو د ژوند د ښه کېدو په هدف عملي ګامونه واخیستل شي.

راپور: اکرام الله اکرام