د کرنې او مالدارۍ وزارت: بلخ کې د للمیو د تحقیقاتو فارم جوړ شو

د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په بلخ ولایت کې د للمیو د تحقیقاتو یو فارم جوړ کړ.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه فارم کې به یا زیره، پسته او هېنګ کرل کېږي او یا هم بڼونه په‌کې جوړېږي.

دا فارم د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه فارم به د یو تحقیقاتي مرکز په شان فعالیت کوي او بزګرو ته به د للمیو او کرنیزو چارو برخه کې ټکنالوژیکي وسایل او عامه پوهاوی ورکړي.

د دغه فارم په جوړېدو سره به هر کال سلګونه کسانو ته چې د کار پر شرایطو برابر دي، کاري زمینه برابره شي او هغه محصلین چې د کرنې په برخه کې زده‌کړې کوي د تجربې د ترلاسه کولو لپاره به ورته ګټور تمام شي.