د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د دغه وزارت ویاند رابرټ پلادینو د مارچ په شپږمه، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره باید لا هم کار وشي.
د افغانستان د سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي په مشرۍ د طالبانو له استازو سره په خبرو لګیا دی.
خلیلزاد پرون پر ټویټر ولیکل چې په دوحه کې یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ګډون هرکلی کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په ایوا ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې په دوحه کې د خلیلزاد په مشرۍ روانې خبرې ډېرې پېچلې دي.
مایک پامپیو وویل، هیله لري چې پهدې خبرو کې دومره پرمختګ وشي چې د لا پرمختیا لپارهیې دوحې ته سفر وکړي.
د امریکا حکومت وايي، له طالبانو سره په خبرو کې په داسې مواردو پسې ګرځي چې موافقه ورباندې کېدلای شي، څو له هغه ځایه لوی پرمختګ ته لار جوړه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
مایک پامپیو وویل:
"که سیمهییز لوبغاړي لکه چین، روسیه، هند او پاکستان چې په افغانستان کې یې ګټې دي، ورسره حساب کړئ، دا خبرې فوقالعاده پېچلې دي."
د واشنګټن په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکی مایکل کوګلمن وايي، سیمهیيز چاپېریال د افغانستان د سولې لپاره ډېر مهم دی.
د کوګلمن په وینا، سیمهیېز قدرتونه په ابتدايي ډول غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او ثبات ټینګ شي، خو هغوی مختلفې مسئلې لري چې په افغانستان کې د سولې امکان له خطر سره مخامخ کولای شي.
مایکل کوګلمن زیاته کړه:
"واضح ده، دلته مختلف هېوادونه دي چې د مختلفو ګټو لپاره کار کوي او په هغوی کې ډېر چې له افغانستان سره پوله لري، د امریکا سره ښه نهدي."
مثلاً، کوګلمن وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کړې ده.
په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکی، مایکل کوګلمن
مایکل کوګلمن وايي:
"سمه ده، پاکستان مرسته کړې چې د طالبانو مهم مشرانیې له امریکايي پلاوي سره خبرو ته حاضر کړل، خو د دې لوبې د پای په اړه د اسلاماباد نظر له امریکا سره متفاوت دی او نور هېوادونه هم داسې وګڼئ."
په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په روانو مذاکرو کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي.
ملا برادر اخوند په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې، «ای اېس. ای» ونیو او اته کالهیې په بند کې تېر کړل.
د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وویل چې ملا برادر یې د امریکا په غوښتنه خوشې کړی دی،خو راپورونه وايي چې هغه بیا هم په خپل کور کې نظر بند و.
د فبرورۍ په میاشت کې دا خبر خپور شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره دا وار په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي، خو وروسته د طالبانو ویاند رد کړه چې برادر دوحې ته ځي.
ملا برادر داسې لوبغاړی دی چې ښايي وضعیت بدل کړي.
طالبانو پر خپلو مشرانو د سفر د بندیز او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تور لېست خبره رامخکې کړه.
یو شمېر سیاسي څارونکي پهدې نظر و چې اصلاً، د پاکستان حکومت پر دې خبرو د خپل کنټرول څرګندولو لپاره ملا برادر ته اجازه نهوه ورکړې چې دوحې ته ولاړ شي.
په واشنګټن کې د افغانستان د چارو څارونکی او د «طالبانو له لید لوري» په نوم د کتاب لیکوال، ډاکتر توماس جانسن ازادي راډیو ته وویل، دا چې ملا برادر پهدې خبرو کې د ګډون لپاره تیار شوی، یو مهم او مثبت پرمختګ دی.
ډاکتر جانسن وویل:
"«ملا برادر» د سولې غوښتونکی و، له ۲۰۱۰ میلادي کاله چې په کراچۍ کې «ای. اېس. ای» او «سي. ای. اې» ونیو، خو پاکستان دا نهښودله چې څرنګه هغه د سولې کوښښ کوي، هغه د پوپلزو او په ځانګړي ډول د کرزي له کړۍ سره نږدې و، هغه اته کاله په زندان کې تېر کړل. ملا برادر داسې لوبغاړی دی چې ښايي وضعیت بدل کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پخواني چارواکي، لورل مېرل د مارچ په څلورمه روېټرز خبري اژانس ته وویل، فکر نهکوي چې پاکستان به افغانستان کې سوله ټینګه کړي، خو د دې توان لري چې هلته سوله ناممکنه کړي.
د یو شمېر څارونکو په باور، پاکستان دا راسته او چپه اتڼ د دې لپاره کوي چې د افغانستان له مسئلې د هند سره په خپل رقابت کې د امریکا له متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې امتیاز واخلي.
د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې انتحاري حمله وشوه چې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر پهکې ووژل او نور ډېر زخمیان شوو.
د کشمیر حمله
په دې اړه نور: کشمیر کې چاودنې کې لږ تر لږه ۴۴ هندي پولیس افسران ووژلد حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم افراطي ډلې واخیست.
دې یو وار بیا د هند او پاکستان د زړې دښمنۍ اور تازه کړ.
د هند پوځ تر څو لسیزو وروسته، یو وار بیا په پاکستان کې بمبارد وکړ.
د روېټرز خبري اژانس د مارچ په څلورمه د دوو امریکايي چارواکو چې نومونهیې پټ ساتل شوي، په حواله وویل چې پاکستان تر دې حملې وروسته، له امریکا سره په خصوصي خبرو کې مکرراً ګواښ کوي چې که واشنګټن د هند تله درنه کړه، په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره هڅې به متأثرې شي.
د واشنګټن په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکي مایکل کوګلمن وویل، پاکستان د خپلو ګټو پر لور لار تعقیبوي.
کوګلمن دا هم د جدي اندېښنې وړ خبره وبلله چې روسیه د افغانستان د ولسمشر لوی سیاسي مخالفان او د طالبانو استازي سره مخامخ کوي او تر یوه چت لاندې یې بحث ته کېنوي.
د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مارچ په دوهمه ویلي، په افغانستان کې د بحران د حل یوازنۍ لار دا ده چې د مصنوعي رقابتونو پر ځای، د بحران د حل لپاره هڅې همږغې شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
لاوروف د مارچ په دوهمه وویل، روسیه، امریکا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د بینالافغاني خبرو له پیل سره مرسته وکړي.
خو ډاکتر توماس جانس وايي چې د کابل او واشنګټن په نظر کې د وضاحت نشتوالی د هغه د مأیوسۍ یو اساسي دلیل دی.
ډاکتر جانسن وویل، د سولې لپاره په هڅو کې اساسي اړخونه دې چې د افغانستان حکومت، امریکا او طالبان دي متناقض باور نهڅرګندوي او که داسې وي د سولې هڅو ته خنډ پېښولای شي.
هغه وویل، دا خپله یو تناقض دی چې د ولسمشر غني په فکر د سولې کیلي په افغانستان کې ده.
په انتخاباتو کې د هغه مرستیال، امرالله صالح وايي چې د سولې کیلي په راولپنډۍ کې ده، زلمی خلیلزاد فکر کوي چې له طالبانو سره او طالبان فکر کوي چې له امریکا سره ده.