سولې شورا: تمه ده چې پامپیو قطر ته په سفر کې طالبان بین‌الافغاني خبرو ته وهڅوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به قطر ته په خپل احتمالي سفر کې طالبان بین‌الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سفر د افغانستان د سولې په اړه د دواړو لورو ترمنځ د يو لړ پرېکړو لپاره مهم بولي.

د دې شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پر مهال له دغې ډلې وغواړي چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

ده وویل:

"زموږ به دا ګټه وشي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به اصلي مسئله په خپله درک او د مناسب تصمیم نیولو لپاره به وخت ولري چې څه پرېکړه وکړي، د دوی استازي زلمي خلیل‌زاد تل دا خبره کړې چې موږ د افغانستان د دولت او ملت بدیل نه‌یوو، دغه خبره به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم کوي."

ښاغلی وقاد دا د طالبانو لپاره هم يو ښه فرصت بولي او له دغې ډلې غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې د مستقیمو خبرو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د خپل سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په قطر کې له طالبانو سره روانې خبرې ډېرې پېچلې شوې دي، خو په دغو خبرو کې يو څه پرمختګونه هم شته چې ښايي نوموړی په‌کې څو اوونۍ وروسته ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په افغانستان کې د جګړې له یوه لوري طالبانو سره د سولې د روانو هڅو هدف د یوې داسې هوکړې حاصلول دي چې په دې هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، دا هېواد نور متحده ایالاتو ته ګواښ متوجې نه‌کړي او هم په‌کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقونه خوندي شوي وي.

پامپیو وایي، د افغانستان لانجه پېچلې ده او که سیمه‌ییز لوبغاړي پاکستان، هند، چین او روسیه هم چې هر یو یې ځان ته ګټې لري، په‌‌کې ورګډ کړای شي نو دغه کشاله لا پېچلې کېږي او د هواري پر سر یې خبرې اترې نورې هم ستونزمنې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي پامپیو افغانستان ته خپل سفر ځنډولی او د حکومت له‌خوا یې د سولې لپاره د يوه ملي او ټولمنلي پلاوي د جوړېدو پورې مشروط کړی دی.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار بیا قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر په دې معنی بولي چې امریکايي چارواکي او طالبان د سولې هوکړې ته نږدې شوي او ډېر ژر به دغه هوکړه لاسلیک شي.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د مذاکراتو یو انځور

دی وایي:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او يا کوم بل لوړپوړی چارواکی راځي او دې قضیه کې داخلېږي، نو دا په دې معنی چې د افغانستان سوله حتمي شوه او دوی به راځي، کومه وروستۍ پرېکړه شوې ده، هغه به تأییدوي، نو دا په ياد ولرئ چې د دوی راتګ به د سولې د پروسې د پیلېدو لپاره يو قوي سېګنال وي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې روانې پنځم پړاو خبرې چې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې پيل شوي دي، يو حساس پړاو ته داخلې شوي او ظاهراً دواړه خواوې په دې بهیر کې پر يو بل د فشار راوړلو او امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

راپور: محمد واصل وصال