مسیر: څه شي د قطر خبرې پېچلې کړې دي؟

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې شوې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې (څه شي د قطر خبرې پېچلې کړې دي؟) تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې د قطر د خبرو دوام ته په کتو فکر کېږي چې یادې خبرې له لویو خنډونو سره مخ دي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم پرمختګونه شته، خو ښکاره پایله نه‌ښکاري.

سرمقاله لیکونکی لیکي، په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم قطر ته خپل سفر اعلان کړی او ویلي یې دي چې په راتلونکو دوو اوونیو کې قطر ته ځي او هلته له خپلو استازو سره د سولې د خبرو په پرمختګ کې مرسته کوي.

په سرمقاله کې وړاندې د ښاغلي پامپیو له قوله راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې داسې جوړ جاړي ته د رسېدو هڅه کوي چې د ټولو افغانانو حقونه په‌کې خوندي شي.

سرمقاله لیکونکي وړاندې د پامپیو په حواله لیکلي دي چې د افغانستان لانجه پېچلې ده او که سیمه‌ییز لوبغاړي پاکستان، هند، چین او روسیه چې هر یو یې ځان ته ګټې لري، هم په‌کې ورګډ شي نو لا پېچلې کېږي.

د سرمقالې لیکوال د مایک پامپیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې طالبان له امریکا سره په خبرو کې یوازې نه‌ده او دغه ډله چې څه وايي، سیمه‌ییز ملاتړ هم لري.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د قطر په خبرو کې د ځواکونو په وتلو توافق شوی، خو لا هم امریکا غواړي چې په افغانستان کې پاتې کېدو ته لارې چارې ولټوي او دا هغه څه دي چې طالبانو ته د منلو وړ نه‌دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د مایک پامپیو وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د ښاغلي پامپیو له خبرو داسې ښکاري چې د دواړو لورو ترمنځ روانې خبرې چې څومره ترې تمه کېده، هغومره مثبتې پایلې نه‌لري.

د سرمقالې لیکوال په خبرو کې د افغان لوري نه‌موجودیت او له افغان حکومت سره د امریکا امنیتي تړون چې په خپل سر له طالب لوري سره وړاندې نه‌شي تللی، هغه مسئلې بولي چې په روانو خبرو کې يې ستونزې پیدا کړې دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو اصلي غوښتنه ده، خو امریکا نه پر طالبانو باور کولای شي او نه هم له افغان حکومت سره په شوي امنیتي تړون پښې کېښودلای شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د مایک پامپیو له خبرو جوتېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په پرتله د ښکېلو اړخونو مذاکرات چې افغان حکومت او طالبان دي، ډېر ګټور، پر ځای او عملي دي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې اوس که رښتیا هم طالبان غواړي چې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي، نو باید بین‌الافغاني خبرو اترو ته غاړه کېږدي او له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو سرنوشت او د نویو کمېشنرانو ټاکلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په لومړي وار د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره مېرمنې د مسؤلینو په توګه وټاکل شوې.

په سرمقاله کې راغلي دي چې حوا علم نورستانۍ د انتخاباتو د خپلواک او زهره بیان شینوارې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیسانو په توګه ټاکل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې دغه دواړه مېرمنې به د انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې حل کړای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا نننۍ ګڼه اتم د مارچ د ښځو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړې ده او لیکلي یې دي چې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغان مېرمنې د جګړو له تاوتریخوالي سره مخ دي او نږدې هره ورځ‌يې اولادونه وژل کېږي.