د انتخاباتي کمېسیونونو مشرتابه پلاوي وټاکل شول؛ مشران‌یې ښځې دي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو رئیسانې ښځې وټاکل شوې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د انتخاباتو په نتیجه کې حوا علم نورستانۍ د دغه کمېسیون د رئيسې په توګه وټاکل شوه.

دغه‌شان عصمت‌الله مل او مسافر قوقندي د یاد کمېسیون د مرستیال او منشي په توګه وټاکل شول.​

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۴» ازادي راډیو ته وویل:

"نن د انتخاباتو د خپلوک کمېسیون غړو د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات وکړل چې په ترڅ کې یې حوا علم نورستانۍ د کمېسیون د رئيسې، عصمت‌الله مل د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه وټاکل شول."

بل‌خوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د خپرونو او اطلاعاتو مسؤل محمد نظري ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون هم د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات وکړل چې زهره بیان شینوارې یې د رئیسې، مولوي دین محمد عظیمي یې د مرستیال او محمد قاسم الیاسي یې دکمېسیون د منشي او ویاند په توګه وټاکل.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو په قانون کې د بدلونونو له راوستلو او د دواړو کمېسیونونو د غړو د لیرې کېدو وروسته، د کمېسیونونو نوي غړي ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو له‌خوا انتخاب او ولسمشر محمد اشرف غني ته‌یې معرفي کړل.

د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو له‌خوا د رأی وړونکو کسانو له ډلې، ولسمشر غني حبیب‌الرحمن ننګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء او چمن‌شاه اعتمادي د انتخاباتي شکایتونو د دارالانشاء د رئیسانو په توګه و ټاکل.

د یادو کمېسیونونو نویو غړو د خپل اداري پلاوي له ټاکلو یوه ورځ مخکې د لوړې مراسم ترسره کړل او ولسمشر غني د انتخاباتي کمېسیونونو غړو ته خبرداری ورکړ چې که درغلۍ ته لاس وروړي، مجازات به شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو غړو په داسې حال کې خپل کارونه پیل کړل چې د ولسي جرګې انتخابات د دغو کمېسیونونو د پخوانیو غړو له‌خوا ترسره شوي چې د درغلیو تورونه ورباندې دي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه سره له دې چې د دغو کمېسیونونو د رئیسانو لپاره د ښځو ټاکل ستايي، خو وايي د دواړو کمېسیونونو په غړو کې تر دې هم وړ کسان وو چې باید د کمېسیونونو په مشرتابه کې راغلي وی.​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم، موږ نور کادرونه هم لرل چې باید په راس کې راغلي وی، په خواشینۍ سره نه‌پوهېږم، ستونزه چېرې ده، قومي او ژبنی بحث دی او که نور څه، په هر صورت، یو لړ تېروتنې په‌کې شوې دي."

ښاغلی رشید وايي، ۸۱ کسان چې د ګوندونو او مدني بنسټونو له‌خوا پېژندل شوي وو، د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان هم ونه‌توانېدل چې له ډلې یې پیاوړې څېرې د کمېسیونونو د غړو په توګه وټاکي.

د ده په خبره، د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي په مرحله کې لازم دقت نه‌دی شوی.

راپور: خان محمد سیند