پامپیو: امریکا په افغانستان کې داسې جوړجاړی غواړي چې د ټولو حقونه په‌کې خوندي وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي پلاوي او د طالب استازو ترمنځ له څو ورځو راهیسې د پنځم پړاو خبرې روانې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن یوه داسې جوړجاړي ته د رسېدو هڅه کوي چې افغانستان د تل‌پاتې سولې او ثبات پر لوري سیخ او په دې هېواد کې د ټولو لورو حقونه خوندي شوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په افغانستان کې د جګړې له یوه لوري طالبانو سره د سولې د روانو هڅو هدف د یوې داسې موافقې حاصلول دي چې په دې هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، دا هېواد نور متحده ایالاتو ته ګواښ متوجې نه‌کړي او هم په هغې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقونه خوندي شوي وي.

پامپیو وایي، د افغانستان لانجه پېچلې ده او که سیمه‌ییز لوبغاړي، پاکستان، هند، چین او روسیه هم چې هر یو یې ځان ته ګټې لري، په‌کې ورګډ کړئ، هغه لاپېچلې کېږي او د هواري لپاره‌یې خبرې اترې هم لا ستونزمنې کېږي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له تېرې دوشنبې راهیسې په قطر کې د طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او دا چې بیا دا هېواد امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ متوجې نه‌کړي، د دې خبرو د اجنډا اصلي ټکي بلل شوي او دواړه لوري په دې برخه کې د پرمختګ خبره هم کوي، خو تر اوسه په دې اړه مشخصې پرېکړې نه‌دي اعلان شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ښاغلي خلیل‌زاد هڅې وستایلې او ویې‌ویل چې دواړه لوري هڅه کوي چې هغه ټکي چې دوی سره یوې موافقې ته په رسېدو کې نږدې کوي، ومومي چې دغه پروسه مخ ته لاړه شي.

پامپیو هیله وښوده چې دواړه لوري به یوې موافقې ته ورسېږي، خو دی یو ځل بیا په دې ټینګار کوي چې هدف د کاغذ پر مخ یوه موافقه نه‌ده چې په شاندارو مراسمو یا د پټۍ په پرېکولو سره د هغې لمانځنه وشي، یا موږ د داسې بري اعلان وکړو چې وروسته هغه سره وپاشل شي، بلکې داسې موافقه چې په متقابل درک ولاړه وي او د ښکېلو لورو بېلابېلې ګټې او امتیازونه په‌کې خوندي وي، داسې یوه موافقه چې دوامداره وي او وساتل شي.

ښاغلي پامپیو وویل، دی هیله‌مند دی چې ښاغلی خلیل‌زاد په روانو خبرو کې نور پرمختګ هم وکړي، دومره چې دی هم وکولای شي چې راتلونکو څو اوونیو کې هلته ورشي او هم له خپل لوري هغه لا د پرمختګ پر لور مخ ته یوسي.