په کندهار او هلمند کې سېلابونو لږترلږه ۳۲ تنه وژلي

په هرات کې د سېلاب یو انځور

په کندهار او هلمند کې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۲ تنه مړه شوي او زرګونه کورونه زیانمن شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې ۶ تنه په ناوې ولسوالۍ او ۶ تنه په لښکرګاه کې مړه شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د ځواک په وینا، سېلابونو شااوخوا دوه زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

د هلمند په څنګلوري کندهار ولایت کې بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر لږترلږه ۲۰ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې په پنځو ولسوالیو کې ۱۰ تنه تر اوسه لادرکه دي.

اوچا دغه‌راز په کندهار کې هم د سېلابونو له امله د شااوخوا دوه زره کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې سږ ژمی په تېره بیا وروستیو څو ورځو کې ډېرې واورې او بارانونه وورېدل.