د شمال له حوزوي روغتونه د خلکو شکایتونه!

آرشیف/ په بلخ کې د شمال حوزوي روغتون

په بلخ کې د ابو علی سینا دولتي روغتون د ولادي او نسايي څانګې مراجعین شکایت کوي چې موظف ډاکتران، قابلې او نور صحي پرسونل له قانونه د سرغړونو ترڅنګ، نا روغان ګواښي او په غیر قانوني توګه ترې پیسې اخلي.

په بلخ کې د شمال د حوزوي روغتون یا د ابو علی سینا په دولتي شفاخانه کې مراجعین شکایت کوي چې د ډاکترانو د بې پامۍ له وجې یې ناروغان مري.

جمیله د یاد روغتون له مراجعینو یوه ده چې وايي، اومیدواره ۲۴ کلنه لور آمنه یې دوه ورځې دمخه دغه روغتون ته راوستې ده.

هغه وايي چې د ډاکترانو د نه پاملرنې په خاطر د آمنې ماشوم ومړ او دغې ناروغې ته هم ډاکتران رسېدنه نه کوي.

جمیلې ازادي راډیو ته داسې وویل:

"ستونزې دا دي چې نا روغ لرو، ډاکتران او قابلې یې ساتنه نه کوي، دوی ستونزې زیاتوي، دوه ورځې کېږي چې خپله لور مې راوستې ده، ماشوم یې په بطن کې له منځه ولاړ، خو تر اوس هغې ته رسېدنه نه ده شوې."

د شمال د حوزوي روغتون په ولادي او نسايي څانګه کې داسې کسان هم شته چې وايي، له څو ورځو دلته انتظار باسي، ترڅو یې د ناروغانو عملیات ترسره شي، خو دا کار د ډاکترانو له خوا په مختلفو بهانو نه ترسره کېږي.

د یاد روغتون مراجعین شکایت کوي چې د پیسو د نه ورکولو او یا هم د بلخ د عامې روغتیا له یوه کارکوونکي سره د نه پېژندګلوۍ په خاطر یې ناروغان خصوصي شفاخانو ته راجع کېږي او یا دلته په همدې روغتون کې مړه کېږي.

محمد انور یو له همدې کسانو دی، هغه وايي چې مېرمن او ماشوم یې په سالمه توګه د ولادت لپاره د بلخ ابو علي سینا روغتون ته راوستي وو، خو اوس یې ماشوم مړ شوی او د ډاکترانو د بې پامۍ په خاطر یې د مېرمنې صحي وضعیت هم ښه نه دی.

محمد انور وویل:

"کور ودانه مې راوستې وه، دلته په سمه ورته رسېدنه نه کېږي، دوه تنه مې روغ راوستي وو، خو ماشوم مې دلته مړ شو او د ښځې صحي وضعیت مې هم نه دی څرګند."

په بلخ کې د شمال د حوزوي روغتون مراجعین په دې روغتیايي بنسټ کې د ناروغانو له خوا د درمل د نه وېشلو څخه هم شکایت کوي او وايي، دوی د ډاکتر پر نسخې سربېره د عاجلې څانګې لپاره سیروم، عملیاتي وسایل او تزریقات هم په پیسو له بازاره رانیسي.

دا کسان شکایت کوي چې سره له دې چې د روغتون په ساتنځایونو کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت درمل شته، خو دوی اړ ايستل کېږي چې په پیسو له بازاره درمل راونیسي.

عبدالصادق خالقي یو له همدې کسانو دی، هغه وايي، اکثره له پایوازانو سره د پیسو د نشتون په خاطر او یا له صحي مرکزه بهر ته د درملو د اخيستلو په خاطر د تللو او ځنډ له امله د هغوی ناروغان مړه کېږي.

ښاغلي خالقي زیاته کړه:

"درمل له بېرون څخه اخلو، ډاکتران مو ګواښي چې له ماشوم او مور څخه یو یې انتخاب کړئ، په دې خاطر دا کار کوي، تر څو ورته پیسې ورکړو، یا مو هم خصوصي شفاخانو ته راجع کوي."

په همدې حال کې د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلان هم په دې شفاخانه کې د ستونزو شتون تأییدوي او وايي چې د حل په برخه کې یې هڅه کوي.

د بلخ د عامې روغتیا مشر میرویس ربیع ازادي راډیو ته وویل چې خصوصي روغتونونو ته د ناروغانو راجع کول په ابو علي سینا دولتي روغتون کې هم ترسره کېږي، خو د ولادي او نسايي څانګې له لوري نه، بلکې د جراحي او ارتوپیدي په برخه دا کار کېږي.

د بلخ د عامې روغتیا مشر میرویس ربیع

هغه وویل:

"خصوصي شفاخانو ته د لویو دولتي روغتونو له خوا د ناروغانو راجع کول په مختلفو هېوادونو کې ترسره کېږي، مونږ یې دلته مخه نیولې، خو بیا هم دا کار ترسره کېږي او ناروغان خصوصي شفاخانو ته استول کېږي، البته له ولادي او نسایي برخې نه، خو له حراجي او ارتوپیدي برخې دا کار کېږي."

د میرویس ربیع په خبره چې د شمال حوزوي روغتون د ولادي او نسايي څانګې په برخه کې د رشوت او غیر قانوني پیسو د اخيستلو په خاطر ډېر شمېر قابلې له دندو ګوښه شوي دي.

ربیع په دې روغتون کې د درملو د نشتون او کموالي ستونزه نه تأییدوي.

په بلخ کې د شمال حوزوي روغتون مراجعین شکایت لري او وايي چې سره له دې چې د المان هېواد په ولادي او نسایي برخه کې د مور او ماشوم یو ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ کړی، خو د عامې روغتیا د ریاست د بې پامۍ له امله یاد مرکز خپل کار نه دی پيل کړی.

د بلخ د عامې روغتیا مشر میرویس ربیع وايي چې د مور او ماشوم دا مرکز په درېیو پوړونو کې د المان هېواد له خوا د ۱۵ میلیونو یورو په ارزښت جوړ شوی دی، خو د وسایلو د نشتون په خاطر ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی.

د ربیع په خبره چې د المان دولت دوه میاشتې دمخه د حکومت له اجرائیه ریاست سره یاد صحي مرکز ته د وسایلو د اخيستلو او نصب هوکړه لیک، امضا کړی او د ۱.۶ میلیونه یورو په ارزښت تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به ورته وسایل نصب شي.

دا چې په بلخ کې د مور او ماشوم د ۳۰۰ بستریز نوي روغتون په فعالېدو سره د ۹ شمالي ولایتونو د ولادي او نسایي څانګې په برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي او کنه، وخت به ورته ځواب وايي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی