په کندهار کې سختو سېلابونو ۱۲ تنه وژلي او ۸ ټپیان دي

آرشیف

په کندهار کې د سختو سېلابونو له امله ۱۲ تنه مړه او ۸ ټپیان دي.

د کندهار د عامې روغتیا له رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا پرون د مارچ په دوهمه ازادي راډیو ته وویل چې په مړو کې ۶ کوچنیان وو.

ښاغلي پخلا وویل چې سېلابونو د کندهار په مرکز او زیاتو ولسوالیو کې خلکو ته زیات مالي تاوان هم رسولی دی.

ډاکتر پخلا وایي:

"د خلکو کروندې او کورونه یې وړي، په دې کې زموږ کوچیان وروڼه ډېر زیانمن شول چې د هغوی مالونه او رمې یې وړي، ځاني تلفات یې ور رسولي، ډېر خلک په دې کې مړه شوي چې دېوالونه او کورونه ورباندې راچپه شوي او ډېر خلک اوبو وړي او وژلي يې دي."

ډاکتر پخلا وویل چې د تلفاتو شمېر ښايي لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) پرون په یوه بیان کې وویل چې د کندهار په مختلفو ولسوالیو کې د کوچنیانو په شمول ۲۰ تنه د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د اوچا په بیان کې ویل شوي چې د کندهار په ارغنداب، دامان، سپین بولدک او ډنډ ولسوالیو کې د کوچنیانو په ګډون لس تنه ورک دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، نږدې ۵۰۰ کوچیان د ارغنداب دریاب په غاړه بند پاتې دي چې باید په بېړني ډول په الوتکو کې وژغورل شي.