سعودي د اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن څخه تابعیت اخیستی

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان وایي، د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن څخه یې تابعیت اخیستی دی.

ریاض دا اعلان پرون یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو د حمزه بن لادن په باره کې د اطلاعاتو د ورکولو په خاطر یو میلیون ډالر جایزه کېښوده.

ریاض په دې برخه کې توضحیات نه دې ورکړي چې ولې یې له حمزه بن لادن څخه تابعيت ګرځولی، خو دا خبره یې کړې ده چې دا پرېکړه یې د فبرورۍ په دوه ویشتمه کړې وه او اوس یې ټولو ته اعلان کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو چې حمزه بن لادن د القاعده شبکې د مشر په توګه راڅرګندېږي.

دېرش کلن حمزه بن لادن د ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې په یوه اډیویي پیغام کې ویلي وو چې د امریکا له متحدو ایالتونو به د خپل پلار د وژلو غچ واخلي.