امریکا د اسامه بن لادن د زوی د معلوماتو په بدل کې جایزه اعلان کړه

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن

امریکا د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ځای ځای‌ګی د موندلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر یو میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حمزه د القاعده شبکې د مشر په توګه د ظهور په حال کې دی.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي پر انټرنیټ په خپرو شویو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي دي چې پر امریکا او د هغه پر لویدیځو متحدانو حملې وکړي او همدا راز ګواښ یې کړی چې له امریکا نه به د خپل پلار د وژنې غچ واخلي.

حمزه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په یوه غږیز پیغام کې امریکا ته په خطاب کې وویل، که فکر کوئ چې په اېبټ اباد کې ستاسو د جنایت بدل به وانه‌خېستل شي تېر وتلي یئ.

بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد ښار کې د امریکايي کومانډو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستان، افغانستان، سوریه او عراق هغه هېوادونه دي چې ویل کېږي ښايي حمزه بن لادن پکې دېره وي.