بنګله‌دېش: نور کډوال نه‌شو منلاى 

د بنګله‌دېش حکومت وايي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې اطلاع ورکړې چې د ميانمار د روهينګيا ٧ سوه زره مسلمانانو له منلو وروسته، نور کډوال نه‌شي منلاى.

د بنګله‌دېش د بهرنيو چارو وزارت معين شاهد الحق پرون وويل:

"زه خواشينى يم چې امنيت شورا ته اطلاع ورکوم چې نور په هغه موقف کې نه يو چې د ميانمار نور وګړي ومنو."

ملګرو ملتونو د ميانمار يا برما په راخين ايالت کې له کورونو د روهينګيا اقليت شړل، د عامه وژنې په توګه درج کړي دي.

د دغو وګړو ډېره برخه د افراطي وسله‌والو پرضد د ميانمار په راخين کې د برما د پوځ او د هغه د پلويانو د اقداماتو له کبله د ٢٠١٧میلادي کال تر اګسټ مياشتې وروسته کډې کولو ته مجبوره شوه.

ميانمار چې ډېرى اوسېدونکي يې بودايان دي، د قومي تصفيې راپورونه رد کړي او ټينګار يې کړى چې امنيتي ځواکونو يې د افراطي وسله‌والو د حملو په ځواب کې اقدامات کړي او ملکيان يې نه‌دي په نښه کړي.