رستمي: په لغمان د چرګانو د ساتلو ۱۰۳ فارمونه جوړ شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د روان لمریزکال په جریان کې په ختیځ لغمان ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د چرګانو د ساتلو ۱۰۳ فارمونه جوړ شوي دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د چرګانو د ساتلو دغه فارمونه په کلني ډول ۱۰۳۰ مټریک ټنه د چرګانو غوښه توليدوي.

په لغمان ولایت کې د چرګانو فارم لرونکو ویلي دي چې باید د وړو چرګانو د تولید، د چرګانو لپاره د دانو او همدا شان د ناروغیو د واکسین اسانتیاوې باید ورته برابرې شي.

دوی وايي، په‌دې سره به افغانستان د بهرنیو غوښو د راوړلو مخه هم ونیول شي.