د غزني والي: د سرتېرو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه له‌منځه تللې

د غزني والي وحیدالله کلیمزی

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، په‌دغه ولایت کې د امنیتي سرتېرو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه له‌منځه تللې، اوس توان لري چې د وسله‌والو د بریدونو مخه ډب کړي.

دی وايي، په دا وروستیو کې یې په‌دغه ولایت کې په هوايي بریدونو کې وسله‌والو ته درانه تلفات اړولي دي.

دی زیاتوي:

"زه ډاډ درکوم چې نن په غزني کې د وسله‌وال پوځ ځواکونه پیاوړي شوي، د عملیاتو کولو پوره توان لري، تاسو ولیدل چې په دوو درېیو میاشتو کې هغوی ډېر غښتلي پوځي هوايي او ځمکني عملیات وکړل چې تقریباً د دښمن ملا ماته شوې ده."

وحیدالله کلیمزي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د حوت میاشتې نهمه د سرتېرو د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په‌دغه غونډه کې چې د غزني ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، سلګونه دولتي او نظامي چارواکو، امنیتي سرتېرو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو او مېرمنو په‌کې ګډون کړی وو.

ګډونوالو د امنیتي سرتېرو په غاړه کې ګلونه وراچول او هغوی یې وستایل.