پاکستاني بانکونو کې د افغان کډوالو حساب به افغان بانکي نظام اغېزمن کړي؟

ارشیف، د پاکستان حبیب بانک

د افغانستان بانک چارواکي وايي، په پاکستان کې راجستر شویو افغان کډوالو ته د هغه هېواد په بانکونو کې د اکاونټونو د پرانیستلو اجازه ورکول، د افغانستان پر بانکي نظام او سوداګریزو چارو منفي اغېز نه‌لري، خو د پاکستان له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.

دوی وايي، په پاکستان کې مېشت راجستر شوي افغان کډوال حق لري چې د بانکونو د نړیوالو نورمونو سره سم، په هغه هېواد کې پانګې واچوي، جایداد واخلي او قانوني بانکي اکاونټونه ولري.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» په‌دې اړه ازادی راډیو ته وویل:

"دغه نغدې پیسې که له ځانونو سره‌يې وي او که پانګونه وکړي او یا ورته حساب پرانیستل شي، د افغانستان پر اقتصاد ځانګړی اثر نه‌لري، خو د پاکستان د اقتصاد لپاره مؤثر واقع کېږي او هر کله چې دغه کډوال وغواړي هېواد ته ستانه شي، خپل اکاونټونه به تړي او پیسې به افغانستان ته لېږدوي."

ښاغلي عاشور وویل، د افغانستان بانکي نظام هم د نورو هېوادونو اتباعو ته چې استوګنه‌یې په افغانستان کې قانوني وي، حق ورکوي چې د افغانستان په بانکونو کې اکاونټ پرانیزي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» ویلي چې کوم افغان کډوال چې په پاکستان کې راجستر دي، کولای شي د پاکستان په بانکونو کې اکاونټونه پرانیزي.

عمران خان ویلي، درې کاله مخکې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ایستل، مناسب اقدام نه‌و او په‌کار وه چې دغو کډوالو ته ډېر کلونه مخکې د بانکي اکاونټونو د پرانیستلو اجازه ورکړل شوی وی.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې افغان کډوال چې په‌دغه موده کې له پاکستان نه ایستلو ته اړ شوي، څه باندې ۱۰ میلیادره ډالر يې له ځانونو سره خپل هېواد ته لېږدولي چې د پاکستان پر اقتصاد يې منفي اثر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، دغه اقدام به افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې په پاکستان کې خپلې پانګې، د صادراتو، وارداتو او ټرانزیت په برخو کې په قانوني توګه وکاروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

د اقتصادي چارو پوهان بیا وايي، پاکستان له وروستیو څو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غواړي، دغه ستونزې تر یوه حده د افغان پانګه‌والو پر مټ کمې کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې تاج محمد تلاش ازادي راډیو ته وویل:

"پاکستان غواړي له اقتصادي فشارونو څخه ووځي. دوی ته ښه زمینه افغان کډوال وو. افغانان کلونه کلونه په پاکستان مهاجر وو او غیر قانوني مالیه به‌یې ځینې اخیستله. پاکستان اوس متوجې شو چې غیر منظم اقتصادي ګړنګ ته به ګوزار شي، له دې امله غواړي چې خپل اقتصاد ته د افغانانو په مرسته ګټه واړوي."

ښاغلی تلاش ټینګار کوي چې حکومت دې په هېواد کې دننه افغان پانګه‌والو ته د فعالیت زمینې برابرې کړي چې پانګې له هېواده بهر نه‌شي.

د ده په خبره افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښې منابع لري، خو په خواشینۍ سره چې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله، له دغو منابعو نه ګټه نه پورته کېږي.

راپور: خان محمد سیند