په اروپايي پارلمان کې د روسیې د ویاند د لور د تعلیمي دورې په اړه وېرې!

د پوتین د ویاند دمیتري پسکوف لور یلیزاویتا پسکوفوا

د ازادي راډیو خبریالانو معلومه کړې چې د روسیې د ولسمشر د ویاند دمیتري پسکوف لور په بروکسل کې د اروپايي پارلمان په مرکز کې د تعلیمي دورې په سر ته رسولو بوخته ده.

یلیزاویتا پسکوفوا ۲۱ کلنه ده.

د پوتین د ویاند لور په اروپايي پارلمان کې د فرانسې له استازي ایمریک شُپرد سره تعلیمي دوره سر ته رسوي.

په اروپايي پارلمان کې د هغې موجودیت داسې وېره پیدا کړې چې ښايي هغه د دې معتبرې اروپایي ادارې مهمو اسنادو او معلوماتو ته لاس ورورسوي.

په پارلمان کې د فرانسې استازي ایمریک شُپرد د ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې پسکوفوا د هغه په ټیم کې کار کوي.

د فرانسې دې ډیپلومات په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له لوري د کریمیا د ټاپو وزمې د اشغال ملاتړ کړی و.

روسیې په زور کریمیا له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

په پارلمان کې د فرانسې استازی ایمریک شُپرد

ایمریک شُپرد ازادي راډیو ته ویلي:

"یقیناً، پسکوفوا د روسیې د فدراسیون د یوه مهم شخصیت لور ده، خو هغه د یوې متعلمې په حیث د یوې روزنیزې دورې لپاره دلته کار کوي، خو هغومره حق لري چې نور ځوانان چې دلته د تعلیمی دورې د بشپړولو او تجربې ترلاسه کولو لپاره راځي، لري."

ایمریک شُپرد زیاته کړې چې په اروپايي پارلمان کې د پسکوفوا کار د اروپايي پارلمان ګټو ته ګواښ نه‌شي پېښولای ځکه چې د هغه په وینا، پسکوفوا په روسیه کې کار نه‌کوي او نه هم د کومې شخصي یا دولتي ادارې مأموره ده.

ایمریک شُپرد د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی دی.

هغه د اروپايي پارلمان د امنیتي او دفاعي چارو په کمېټه کې کار کوي او د اروپايي اتحاديې او روسیې په پارلماني کمېټه کې هم غړیتوب لري.

کله چې روسیې په پوځي زور له اوکراینه د کریمیا ټاپو وزمه اشغال او له خپلې خاورې سره‌یې د الحاق کولو لپاره ټول‌پوښتنه پیل کړه، ایمریک شُپرد د هغې نړیوالې څارونکې ډلې غړی و چې د ټول‌پوښتنې د څارنې لپاره ورغلی و.

هغه په کریمیا کې د روسیې ټول‌پوښتنه مشروع بللې وه.

د ایمریک شُپرد دريځ د اروپايي اتحادیې له عمومي دریځ سره اختلاف درلود.

هغه مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه‌لیک کې چې د ۱۰۰ هېوادونو استازو منلی و، د روسیې ټول‌پوښتنه بې‌اساسه وبلله او د اوکراین د خاورې د بشپړتیا ملاتړ یې وکړ.

د اروپايي پارلمان زیاتو غړو د ازادي راډیو سره په مرکو کې ویلي چې هغوی په‌دې نه‌و خبر چې د روسیې د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي د کورنۍ غړې کار ورسره کوي.

په اروپايي پارلمان کې لاتویا استازې، ساندرا کالنیتي ویلي چې په اروپايي پارلمان کې د پسکوفوا موجودیت د اروپايي پارلمان د امنیتي اصولو د ماتېدو او بې‌غورۍ څرګندونه کوي.

د لیتوانیا استازې ویلي چې دا د اروپايي پارلمان لپاره لوی شرم دی.

هغې ویلي:

"ما باور نه‌کاوه چې د روسیې لاسونه د اروپايي اتحادیې د داسې معتبرو ادارو په جېب کې دي."

هغه چا چې د پسکوفوا په استازیتوب‌یې خبرې کولې، ویلي چې په اروپايي پارلمان کې د هغې د کار کولو خبر نه‌شي تأییدولای.

په اروپايي پارلمان کې د روزنیزې دورې په ترڅ کې پسکوفوا په بروکسل او سټراسبورګ کې د دې معتبرې ادارې دفترونو ته په ازاده توګه تګ راتګ کولای شي.

هغه د اروپايي پارلمان ټولو غونډو او جلسو ته ورتلی شي او د دې معتبرې ادارې په انټرنټي سیستم کې هم شامله ده.

خو په اروپايي پارلمان کې د فرانسې استازي، ایمریک شُپرد فرانس پرس اژانس ته ویلي چې پسکوفوا د پارلمان هغو غونډو ته چې د بندو دروازو شاته کېږي، نه‌شي ورتلی.

د ایمریک شُپرد په وینا، هغه د اروپايي اتحادیې او روسیې د ځانګړې کمېټې بحثونو ته هم نه‌شي ورتلی.

ایمریک شُپرد ټینګار کړی چې پسکوفوا د اروپايي پارلمان هېڅ مهم اسناد نه‌شي کتلی.