په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما پر کلني راپور نړیوالې تبصرې

ارشیف

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د تېر میلادي کال کلني راپور ته ډېرو نړیوالو ورځپاڼو او خپرونو هم پام اړولی دی.

  • کانساس سیټي

له امریکا خپرېدونکې د کانساس سیټي ورځپاڼه لیکي، په‌دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ملکي تلفات تر ټولو لوړ حد ته چې په مخکېنیو کلونو کې یې هېڅ ساری نه‌دی لیدل شوی، رسېدلي.

ملګرو ملتونو چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر د ثبتولو بهیر پیل کړی، په‌دغه نوي راپور کې ویلي چې تېر کال ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي او نږدې ۷ زره نور ټپیان شوي دي.

د کانساس سیټي په لیکنه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي تدامیچي یاماموتو د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او هغه‌یې د نه‌منلو بللي دي.

په‌دې راپور کې وسله‌وال طالبان، داعش او د افغان دولت نورې وسله‌والې مخالفې ډلې د ملکي تلفاتو په سلو کې ۶۳ او افغان حکومتي ځواکونه او د ناټو متحدین‌یې په سلو کې د ۲۴ مسؤل بلل شوي دي.

کانساس سیټي د ملګرو ملتونو له‌خوا د خپاره شوي راپور په استناد لیکي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې په افغانستان کې ۳۲ زره ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ زره نور ټپیان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې اوس‌یې وخت دی چې په‌دې هېواد کې دغه انساني غمیزه پای ته ورسول شي.

  • سپېشل بروډکاسټنېنګ انلاین خپرونه

له اسټرالیا خپرېدونکې سپېشل بروډکاسټنېنګ انلاین خپرونه ۲۰۱۸ میلادي کال د افغانستان لپاره د جګړې تر ټولو خونړی کال و، تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د راپور په اړه د لیکنې په یوې برخه کې لیکي:

د افغانستان په څه کم تېرو دوو لسیزو جګړو کې تېر کال تر ټولو زیات ملکي وګړي وژل شوي چې هغه د وړم ۲۰۱۷ میلادي کال په نسبت په سلو کې ۱۱ زیاتوالی ښیي.

وسله‌وال مخالفان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د شااوخوا ۲۲۰۰ ولسي وګړو د وژل کېدو مسؤل بلل شوي دي.

د خپرونې په وینا پر طالبانو د فشارونو د زیاتوالي لپاره امریکایي هوایي ځواکونو پر هغوی بریدونه زیات کړي چې طالبانو یې هم په مقابل کې ځان‌وژونکې حملې دوه برابره زیاتې کړې دي.

خپرونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خاص استازي تدامیچي یاماموتو دا خبره هم را اخیستې چې ویلي دي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي یوازنۍ لاره د جګړې بندېدل دي چې د ده په وینا متحده ایالات او طالبان پرې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره سره نږدې شوي دي.