پوهنې وزارت نن د اسلامي تعلیماتو د ۱۰۷ جلده کتابونو د چاپ تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي

د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د ۱ عشاریه ۹ میلیونو کتابونو د چاپ تړون د سرور سادات په نوم له یوې خصوصي مطبعې سره لاسلیک کړ.

د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو په برخه کې د ۱۲ میلیونو د اړتیا وړ کتابونو له ډلې د ۱ عشاریه ۹ میلیونو کتابونو چې ۱۰۷ جلده کېږي، د چاپ تړون يې له یوې خصوصي مطبعې سره په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا کتابونه به په څلورو میاشتو کې چاپ شي او دوی به يې د چاپ له کارونو څارنه وکړي.

ده وویل:

"د لومړي ځل لپاره دا کتابونه په کور دننه چاپېږي چې لیکونکي يې هم افغانان دي، د کتابونو د ډیزاین چارې یې هم زموږ له خوا بشپړې شوي او له نېکه مرغه چې په داخل کې چاپېږي، یعنې ټول کارونه يې په بشپړ ډول افغاني دي."

ارشیف، په کندهار کې د ښوونځيو درسي کتابونه

د پوهنې سرپرست وزیر همداشان وویل چې د اسلامي تعلیماتو لپاره د اړتیا وړ نور کتابونه چې شمېر یې ۱۰ میلیونو ته رسېږي، هم د چاپ په اړه يې له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي چې ژر به یې د چاپ کارونه هم وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دې هېواد کې ۱۲۰۰ دیني مدرسې ثبت دي چې څلور لکه زده کوونکي په کې دینې او اسلامي زده کړې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هغو دیني مدرسو چې لا نه دي ثبت شوي، د ثبت او راجستر هڅې یې روانې دي.

اوس مهال انتقادونه موجود دي چې د یو شمېر سیمو په دیني مدرسو کې زده کوونکو ته د ترورېزم او سخت دریځۍ درسونه ورکول کېږي.

که څه هم د پوهنې وزارت له سرپرست وزیره په دې برخه کې پوښتنه وشوه، خو نوموړي دې مسئلې ته اشاره ونه کړه، خو ويې ویل چې ثبت شوې مدرسې د دې وزارت تر څارنې لاندې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې وزارت په کور دننه د چاپ له مطبعو سره د کتابونو د چاپ تړون کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د بهیر په نوم له یوې مطبعې سره د ۱۲ اعشاریه ۲ میلیونو کتابونو د چاپ تړون کړی و.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د دیني او فرهنګي کمېسیون په کور دننه د کتابونو چاپ یو ښه اقدام بولي، خو ټینګار کوي چې باید د کیفیت په برخه کې يې څار وشي.

د دې کمېسیون یوه غړي قادر قلاتوال ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د دیني او فرهنګي کمېسیون غړی عبدالقادر قلاتوال

"په افغانستان کې د کتابونو چاپ د افغانانو په ګټه دی، کله چې دا کتابونه په بهر کې چاپېږي، په انتقال يې هم ډېر زیات لګښت راځي، اوس چې دا کتابونه په داخل کې چاپېږي، باید کیفیت يې لومړۍ درجه وي."

نوموړي وویل چې د پوهنې وزارت ترڅنګ به دوی هم د کتابونو د چاپ له کارونو څارنه وکړي او هڅه کوي چې یاد کتابونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت چاپ او د مدرسو زده کوونکو ته ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې يې ۴۹ اعشاریه ۲ میلیونه کتابونه چاپ کړي او هڅه کوي چې په ښوونځیو او مدرسو کې د کتابونو د کمښت مسئله حل کړي.

که څه هم د افغان حکومت له لوري د ښوونځیو د کتابونو د چاپ لپاره د نبراسکا په نوم مطبعه ځانګړې شوې، خو د پوهنې وزارت وايي چې د کتابونو د چاپ د ښه کیفیت په خاطر يې ځکه دغه کتابونه د چاپ لپاره خصوصي سکټور ته ورکړل.