د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتي قانون تعدیل د ولسمشرۍ پر ټاکنو بې اغېزې نه دی

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو په قانون کې تعدیل د ولسمشرۍ په انتخاباتو بې اغېزې نه دی او اوس دغه کمېسیون د انتخاباتو په مهالوېش او عملیاتي پروګرامونو کار کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر وړاندې لوی ازمون او ورسره په قانون کې د تعدیل چې ستونزې یې جوړې کړي، دغه کمېسیون یې په اړه څرګندونې لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د انتخاباتو د قانون تعدیل د ولسمشرۍ په انتخاباتو خپل اغېز کړی او دغه کمېسیون به اوس په خپل مهالوېش او عملیاتي پروګرامونو له سره کار وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

​ښاغلي ابراهیمي وویل:

"کوم تعدیلات چې د انتخاباتو په قانون کې راغلي، له مخې یې باید زمونږ په عملیاتي پروګرامونو کې هم بدلون راشي، ځکه زمونږ دغه پروګرامونه د پخواني قانون له مخې وو، کاري ټیم جوړ شوی او هڅې روانې دي چې عملیاتي پلان او د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش د تعدیل شوي قانون سره سم جوړ شي او عملي کارونه ترتیب کړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تعدیل شوي قانون په ۲۲ مواردو کې د دوی پر عملیاتي پروګرامونو اغېز کړی، خو دا چې له دې امله به د انتخاباتو په نېټه کې کوم بدلون راشي که نه، څه نه وايي.

ولسمشر غني د دلوې د میاشتې په ۲۳مه په یوه فرمان سره د انتخاباتو د قانون نېږدې شل مادې تعدیل کړې او بر بنسټ یې د انتخاباتي کمېسینونو کميشنران عزل کړل.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د را روان لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۲۹مه جوړ شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورته یوازې پنځه میاشتې وخت لري.

دغه کمېسیون له ولسمشرۍ ماڼۍ هم غواړي چې نوي کميشنران ورته ژرترژره معرفي کړي.

ښاغلی ابرهیمي وايي، د کميشنرانو او د دارلانشا د رئیس نه شتون هم د دوی په کارونو اغېز لري.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايی چې د انتخاباتي کمېسینونو د کميشنرانو بدلون د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهالوېش کوم اغېز نه لري.

ولسمشر غني چې د یکشنبې په ورځ یې د چابهار بندر په ناسته کې یې خبرې کولې، وویل چې دا بهیر به په خپل ټاکلي وخت او زمان سره ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي هم وايي چې د انتخاباتو د قانون تعدیل د دغه کمېسیون پر عملیاتي پروګرامونو او مهالوېش کوم اغېز نه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ویانده مروه امیني وايي، د انتخاباتو د قانون تعدیل یوازې د کميشنرانو د لېرې کېدو پر مسئلې اغېز کړی او کمېسیون باید په داشان څرګندونو سره ځانته له کار د تېښتې لار ونه لټوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ویانده مروه امیني

​اغلې امیني زیاته کړه:

"هېڅ بهانه نشته، ځکه د دواړو کمېسیونونو دارلانشاګانې اداري چارې مخته وړي، کوم تعدیلات چې په قانون کې راغلي، د کمېسیون په عملیاتي پروګرامونو او د انتخاباتو پر مهالوېش هېڅ اغېز نه لري، کمېسیون په دې بهانو سره ځانته د تېښتې لار لټوي، بل هېڅ مقصد نشته."

اغلې امیني وايي، دوی له ولسمشر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې کميشنران ژر انتخاب کړي، تر څو انتخاباتي کمېسیونونو په ځانګړي ډول د انتخاباتو کمېسیون ته کومه بهانه پاتې نه شي.

دې وویل، که حکومت د کميشنرانو په غوراوي کې ځنډ وکړي او کمېسیون هم دغه شان په بهانو پسې وګرځي، افغانستان به بیا هم د شرموونکو انتخاباتو شاهد وي او دا ځل به هېواد له نورو ستونزو سره مخ شي.

راپور: اجمل تورمان