ایران وايي، ګڼ شمېر انتخابونه لري چې د دې هېواد د تېلو پر صادراتو د امریکا د بندیزونو د بیا لګېدو اغېز پرې له منځه یوسي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني وايي، تهران ته د ګواښ په صورت کې په خلیج کې د هرمز تنګي د تړلو سربېره دا هېواد نړۍ ته د تېلو د لېږد د مخنیوي لپاره نور انتخابونه هم لري.
ایران تر دې مخکې هم ګواښ کړی و چې پر دې هېواد د نورو بندیزونو د لګېدو په عکس العمل کې به په خلیج کې د هرمز تنګی چې د نړی د تېلو درېیمه برخه ترې لېږدول کېږي، وتړي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د شمخاني له قوله ویلي دي چې ایران په سوریه کې خپل نوي په سلو کې اهداف ترلاسه کړي دي.
علي شمخاني دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کوي چې د دې هېواد سمندري ځواک په هرمز تنګي او شااوخوا اوبو کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له موافقې ووت او پر تهران يې له سره بندیزونه ولګول.
د ایران او امریکا بیرغونه
ولسمشر ټرمپ پر دې موافقه انتقاد درلود او ټینګار يې کړی چې دا موافقه نیمګړې ده، ځکه د نوموړي په خبره، د ایران د باليستیک میزائیلو د پروګرام مخنیوی او په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ او له ترورېستي ډلو د دې هېواد د ملاتړ بندول په کې شامل شوي نه دي.
ایران په دې وروستیو کې خپل د میزائیلو پروګرام په ځانګړي ډول، د باليستیک توغندیو پروګرام ته پراختیا ورکړې ده.
له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې نور اړخونه جرمني، روسيه، چین، بريتانيا، فرانسه او اروپايي ټولنه د دې موافقې د پر ځای ساتلو لپاره هڅې کوي او له هغې د وتلو لپاره د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې ایران د ۲۰۱۵ کال د موافقې له مخې د یورانیمو غني کول محدود کړي او دې توافق ته ژمن دی.