ډونالد ټرمپ: د هند او پاکستان اوسنی وضعیت ډېر خطرناک دی

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د هند او پاکستان اوسنی وضعیت ډېر خطرناک وباله.

ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړ چې نوي ډیلي وروسته تر دې د یوه پیاوړي اقدام نیت کړی دی چې په کشمیر کې یې پر پوځیانو برید وشو.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د دې دوو هېوادو ترمنځ وضعیت خورا کړکیچن دی او باید مخه یې ونیول شي.

د امریکا ولسمشر بیا وویل چې د اوس لپاره د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې پېښې له امله ډېرې ستونزې پیدا شوې دي.

هند پاکستان تورن کړی دی چې په کشمیر کې یې د فبرورۍ په څوارلسمه تر څلوېښتو ډېر هندي سرتېرې وژلي او خبرداری یې ورکړی چې سخت ځواب به ورکړي.

د دې حملې مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې منلی دی.

اسلام اباد ویلي چې دوی دا حمله نه ده کړې او نوي ډيلي ته یې خبرداری ورکړی چې که برید وکړي، غچ به یې واخلي.