فارن افيېرز: ایا طالبان داسي ژمنې کوي چې پوره کولای يې نشي؟

فارن افيېرز:

فارن افيېرز مجلې د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ خبرو ته پام کړی دی.

د مقالې په پیل کې یوه پوښتنه مطرح شوې چې ایا طالبان داسي ژمنې کوي چې پوره کولای يې نشي.

مقاله وايي، طالبانو په جنورۍ مياشت کې ژمنه وکړه چې هېڅ ترورېستي ډله به د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره استفاده نه کوي.

د مقالې په وینا، دا کار امریکا ته ډېر مهم دی.

خو فارن افيېرز د یو شمېر سیاسي کارپوهانو څرګندونې نقل کړي چې وايي، طالبانو پخوا هم یو شمېر ژمنې کړي وې چې پوره یې نه کړای شوې.

مجلې دا خبره هم کړې چې اوسمهال په افغانستان کې اتلس ترورېستي ډلې فعاليت کوي او طالبان له هغوی پر څوارلسو ډلو نفوذ لري.

د فارن افيېر په خبره، طالبان نشي کولای چې وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه ووځي، افغانستان له هغو ټولو سخت دريځو څخه وژغوري چې امريکا، پاکستان، هندوستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ته تهديد کېږي.

مجلې طالبان د هغو سخت دريځو لپاره د یوې مرکزي هستۍ په توګه ياد کړي چې په جنوب او منځنۍ اسيا کې فعاليت کوي.

فارن افيېرز دې ته هم کتلي چې طالبان د اوږدې مودې لپاره د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا تمويل شوي او یا یې په هغه هېواد کې خوندي ځايونه لرلي دي، خو د دواړو لوریو تر منځ اړيکې پېچلې شوي، ځکه افغان طالبان له داسي سخت دريځو ډلو سره همکاري کوي چې غواړي په اسلام اباد کې نظام ړنګ کړي او د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

ټايم مجله:

ټايم مجلې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت او قاچاق ته کتلي دي.

مقاله وايي، کله چې امريکا پوه شوه چې د طالبانو د کال د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت د مخدره موادو سوداګري په سلګونو هوايي حملو هم له منځه نه یوړای شوه، په پټه خوله يې هغه کمپاین پای ته ورساوه چې په افغانستان کې د مخدره موادو لابراتوارونه او کړۍ په نښه کوي.

د دغو عملیاتو نوم اوسپنيز طوفان ايښودل شوی و.

مقاله يادونه کوي چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې دا عملیات په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې چارواکي له طالبانو سره په مستقیمو خبرو بوخت دي.

مقاله وايي، که څه هم د مخدره موادو د مخنیوي په هدف امريکا د اوسپنيز طوفان په نوم خپل وروستي عملیات پای ته رسولي، امریکا به له افغان حکومت سره یو ځای د مخدره موادو پر ضد یو شمېر نور پروګرامونه عملي کوي.

د ټايم مجلې مقاله ليکي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه کړې چې د خپل هېواد د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت منحل کړي او دا د هغه پلان برخه دی چې ولسمشر غواړي دا وزارت له یو شمېر وزارتونو سره یو ځای کړي.

مقالې په پای کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې يا سیګار له قوله ليکلي چې وايي، داسي ښکاري چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت له لومړيتوبونو نه ده.