د پاکستان پوځ هند ته خبرداری ورکړ چې لوبه دې نه ورسره کوي

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه په راولپېنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې که د هند له لوري حمله وشي، دوی به سخت ځواب ورکړي.

اصف غفور وویل چې دوی جګړه نه خوښوي، خو پر خپله خاوره تېری به هم ونه زغمي.

اصف غفور زیاته کړه:

"موږ د هند په ګډون له هېڅ چا سره د برخورد غوښتونکي نه یوو، خو که پر موږ هر ډول یرغل تحمیل شي، په هره بیه به له خپل وطنه دفاع کوو او له ټولو امکاناتو به چې لرو یې، کار اخلو، موږ اراده، قاطعیت، وسایل او هغه لارې لرو چې هرې حملې ته ځواب ورکړو، موږ هیله لرو چې دا پیغام ور رسېدلی وي چې له پاکستان سره دې لوبي نه کوي."

د فبرورۍ په څوارلسمه د هندي کشمير په پلواما سیمه کې د هندي ملېشه ځواکونو پر کاروان په انتحاري حمله کې ۴۴ هندي ملېشه عسکر ووژل شول او تر ۴۰ زیات زخمیان شول.

د هندي کشمیر په پلواما سیمه کې د دغه هېواد پر ملېشه ځواک د برید یو انځور

د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم وسله والې ډلې واخیست.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ په دوه ویشتمه وویل چې د هند پولې ته نږدې د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې یې د جیش محمد ډلې مرکزونه د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د پاکستان حکومت همدا راز وویل چې په بهاولپور کې د جیش محمد ډلې یوه مدرسه چې ۶۰۰ طالبان او ۷۰ ښوونکي یې درلودل، وتړل شوه.

د پاکستان د پوځ ویاند پرون د یو شمېر هندي چارواکو دا تور رد کړ چې په پلواما کې حمله د پوځي استخباراتو ادارې (ای. اېس. ای) تنظیم کړې وه.

جنرال اصف غفور وویل، د کشمیر لانجه یوه سیمه یيزه ستونزه ده او باید خبرې ورباندې وشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اوونۍ په پلواما کې د حملې په اړه ولس ته وینا وکړه او پر هند یې غږ وکړ چې لانجه په خبرو حل کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

خو نوی ډيلی ادعا کوي چې د پاکستان واکمن پوځ افراطي ډلې پالي او د سیاسي وسیلې په توګه کار ورڅخه اخلي.

په پلواما کې تر حملې وروسته د امریکا حکومت هم پر پاکستان غږ وکړ چې ژر تر ژره د افراطي ډلو په وړاندې زغم او د هغوی ملاتړ بند کړي.

د هند حکومت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په ممبي ښار کې د خونړیو حملو پړه هم پر لشکر طیبه ور واچوله چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي.

هند وویل چې په ممبي کې د ترورېستي حملو پلان حافظ سعید جوړ کړی و چې د لشکر طیبه ډلې له بنسټ ايښودونکو دی.

په ممبي کې په حملو کې ۱۶۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور زخمیان شوي وو.

د پاکستان حکومت وايي چې دوی د ترورېزم قربانیان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې په پلواما کې د حملې په اړه په څېړنو کې مرسته ورسره وکړي.