د کب د درېيمې د خونړي پاڅون خاطرې اوس هم د کابل د خلکو په ذهن کې شته

ارشیف، افغانستان ته شوروي ځواکونه د راتلو په حال کې

د کب درېیمه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د کابل د خلکو له خونړي پاڅون سره برابره ده.

د ۳۹ کلونو په تېرېدو سره د شوروي د یرغل په وړاندې د ۱۳۵۸ د کب د درېيمې د خونړي پاڅون خاطرې اوس هم د کابل د خلکو په ذهنونو کې پاتې دي.

د کابل د چنداول د سیمې خلک وايي، د شوروي او د کمونیست حکومت پر وړاندې د خلکو پاڅون ثابته کړه چې افغانان هېڅ کله هم چمتو نه دي چې د پردیو حاکمیت ومني.

د چنداول د سیمې دوکاندار حاجي خان علي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه پاڅون خاطرې داسې بیان کړې.

"په ۱۳۸۵ کال د حوت په درېیمه په الله اکبر سره د شورویانو په وړاندې اقدام وشو، خلک د کوټه سنګي او پل سرخ پورې مخکې ولاړل، بیا د کلینک په نامه باندې له دوو ودانیو په خلکو ډزې وشوې، له چنداول او ټلویزیون غر او همداشان له ټولو ځایونو په دولت حمله وشوه، د چنداول ماموریت او په خوشحال خان کې د حفیظ الله امین کور خلکو په خالي لاسونو ونیو، دغه پاڅون مرګ ژوبله درلوده، خپله مې په دشت برچي کې ۹ کسان خښ کړل."

ارشیف، یو شمېر افغان پاڅونوال

د دغې سیمې خلک د پخواني شوروي اتحاد او د افغانستان د وخت د کمونیستي حکومت په وړاندې د دوی پاڅون یوه لویه تاریخي حماسه بولي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په ۱۳۵۸ هجري کال د جدې په ۶مه نېټه د هوا او ځمکې له لارې په افغانستان یرغل وکړ.

له دغه یرغله شااوخوا دوه میاشتې وروسته د کابل ښاریانو د حوت په درېیمه د دوی په وړاندې پاڅون وکړ چې بیا دغه پاڅون ټول افغانستان ته وغځېد او پراخ شو.

د کابل د چنداول هغه سیمه ده چې خلکو یې د پخواني شوروي اتحاد او د کابل د کمونیستي حکومت په وړاندې پاڅون پيل کړ.

ویل کېږي چې شوروي ځواکونو دغه پاڅون په ټانګونو او طیارو سره سخت وڅاپه او غلی یې کړ.

که څه هم د چنداول د قیام د مرګ او ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو عیني شاهدان وايي چې په هغه ورځ لسګونه تنه د شوروي ځواکونو له لوري په لارو او کوڅو کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د چنداول د سیمې یو اوسېدونکی محمد کبیر وايي، د کب درېیمه په ذهن کې د تورې ورځې په توګه پاتې ده.

دی وایي:

"د کب په درېیمه د الله اکبر په ویلو سره د شورویانو په وړاندې پاڅون پيل شو، په سیمه کې یو ماموریت چور شو، افغانانو په اتلولۍ سره په پاڅون لاس پورې کړ، زیات شمېر کسان مړه او ټپيان شول، په ځانګړې توګه په چنداول سیمه کې."

بل خوا د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کب د درېیمې پاڅون یوه اتلولي یادوي او وایي:

د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی

"د کب د درېیمې پاڅون یو خودجوشه پاڅون او د پردیو د یرغل په وړاندې غبرګون و او پاڅون کوونکو صادقانه عمل وکړ او په مېړانه او اتلولي سره یې د پردیو په ضد پورته شول."

له دې ټولو سره بیاهم شوروي ځواکونه ۹ کاله په افغانستان کې پاتې شول او د راپورنو له مخې، په دغه وخت کې یې زرګونه افغانان ووژل، ټپيان یې کړل او د هېواد پرېښودو ته یې مجبور کړل.

راپور: رحمت الله افغان