په مسکو کې د امریکا سفارت له روسیې څه غوښتنې لري؟

د امریکا او روسیې بیرغونه

په مسکو کې د امریکا سفارت له روسیې غوښتنه کړې چې دیپلوماتانو ته اجازه ورکړي چې د مایکل کالوي په نوم له یوه امریکايي پانګه‌وال سره چې په روسیه کې نیول شوی، وګوري.

د کالوي وکیل، دمیتري کلتو چکین نن د فبرورۍ په ۲۱مه تأیید کړه چې موکل‌يې د بې‌ګناه پر ادعا ټینګ ولاړ دی.

کلتوچکین ویلي چې مؤکل‌یې د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ځکه پر هغه لګېدلی اتهام ډېر عمومي دی.

کالوي امریکایي وګړی دی او په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې په روسیه کې د بارنګ وستوک په نوم خصوصي شرکت جوړ کړی دی.

هغه د سپټمبر په ۱۴مه نیول شوی او په روسیه کې د اداري فساد په سترو پېښو کې په لاس درلودلو تورن شوی دی.

د مسکو او واشنګټن د سیاسي روابطو له خرابېدو سره سم دا دوهم امریکايي وګړی دی چې په دې ډول په روسیه کې نیول شوی دی.