په کومو شرایطو انتخاباتي کمېشنران ټاکل کېږي؟

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو "زما رایه، زما حق" ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ پروګرام د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د انتخاب څرنګوالي ته ځانګړی شوی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې د یو تقنیني فرمان له مخې د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه توشېح کړه چې له نافذېدو سره‌یې د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران له دندو ګوښه شول.

په‌دغه پروګرام کې به واورئ چې په کومو شرایطو، څه ډول کسان د څه ډول پروسیجر له لارې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو په توکه ټاکل کېږي؟

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زما رایه زما حق