د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې پر ایراني ځواکونو د تېرې اوونۍ خونړي برید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان اړیکې ترینګلې کړې دي.
د زیاتو شویو فشارونو او لفظي جګړې په ترڅ کې تهران هم د اسلاماباد د زاړه رقیب نوې ډېلي د دریځ په خپلولو سره په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د نږدې همکارۍ ژمنه کړې ده.
خو پاکستان چې په سیستان بلوچستان کې یې دغه حمله غندلې، له ایرانه د دغې حملې د عاملانو په اړه د شواهدو د شریک کولو غوښتنه کړې ده.
په ایران کې د برید د ځای یو انځور
د ازداي راډیو د ګندهارا وېبپاڼې د راپور له مخې، په دغه برید کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان او خاش ښارونو ترمنځ د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو پر بس سرويس وشو، د دې ځواک لږ تر لږه ۲۷ غړي پهکې ووژل شول.
دغه برید په سړک کې د ځانوژونکي موټربم په واسطه شوی و چې مسؤلیتیې سني سخت دریځې جیشالعدل ډلې اخیستی دی.
په وروستیو کلونو کې دغې ډلې په سیمه کې د ډېرو نورو ورته حملو مسؤلیت هم اخیستی و.
د راپورونو له مخې، د دغې حملې په وړاندې د یو شمېر جګپوړو ایراني پوځي او سیاسي چارواکو له تندو عکسالعملونو وروسته ایران په سیستان بلوچستان کې د جیشالعدل په وړاندې ځپونکو اقداماتو ته مخه کړې.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ادعا کړې چې د دغې ډلې پټن ځایونهیې په سیمه کې لهمنځه وړي، درې مشکوک غړي یې نیولي او همیې اړوند یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات ضبط کړي دي.
د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې که د ترهګرو ډلو پټنځایونه او د روزنې مرکزونه که هغه په هر دلیل وي، په پاکستان کې فعال وي، ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې دا حق لري چې د اړتیا په صورت کې یې په اړه پرېکړې وکړي.
د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د وژل شویو غړو د جنازې په مراسمو کې هم د دې ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري ورته خبرداری ورکړی و چې که پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې خپل مسؤلیت ترسره نهکړي، ایران به د ترهګرو ډلو په وړاندې چې د سیمې او له هغې وراخوا د سیمهییزو استخباراتي ادارو لهخوا تنظیم شوي، مبارزه وکړي.
جعفري وویل، د پاکستان حکومت په دې پوه دی چې د دغو عناصرو چې د اسلام لپاره خطر دي، ځای چېرې دی او باید د ترسره کړو جرمونو په خاطر ورسره حساب کتاب وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له خپل ایراني سیال د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سرهیې خبرې کړي او هغه تهیې ویلي چې پاکستان پر دغې پېښې چې هغهیې تراژیدي وبلله، ډېر خفه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
قریشي وویل، له تهرانهیې غوښتي چې د دغې حملې په اړه شواهد ورسره شریک کړي.
هغه هیله وښوده چې اسلاماباد او تهران به لکه د تېر په څېر په ګډې همکارۍ دغه ستونزه هواره کړي.
دوه ورځې مخکې تهران په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه پر اسلاماباد د نوې ډېلي لهخوا د فشارونو له یوځای کېدو سره د لېوالتیا نښې ښودلې وې.
په هندي کشمیر کې پر هندي سرتېرو د تېرې اوونۍ د خونړي برید مسؤلیت هم په پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې اخیستی دی.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په تهران کې د هغې د لنډ تم کېدو په مهال د خپلې کتنې په اړه په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې په سیمه کې باید د ترهګرو ډلو په وړاندې په جګړه کې له نږدې همکاري وشي.
جیشالعدل چې د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې چې اکثریت اوسېدونکي یې سني مذهبه دي، فعالیت کوي او وایي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
په سیمه کې نورې مذهبي او په تبعید کې د بلوڅانو نورې ډلې ادعا کوي چې د ایران حاکم شیعه مذهبه رژیم له دوی سره د یوه قومي او مذهبي اقلیت په توګه له تبعیضه ډک چلند کوي.