په دُبۍ کې افغان سوداګرو له بهرنیو سره قراردادونه لاسلیک کړل

په دُبۍ ښار کې نړیوال کرنیز نندارتون

د عربي متحده اماراتو په دُبۍ ښار کې د نړیوال کرنیز نندارتون په دوهمه ورځ افغان سوداګرو د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو قراردادونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر فېس‌بوک پاڼه راغلي چې دغه قراردادونه د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ په ځانګړي ډول د زعفرانو او وچې مېوې په برخه کې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دې نندارتون په لومړۍ ورځ ویلي و چې تمه ده د دې نندارتون په ترڅ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شي.

افغان سوداګرو په‌دې نندارتون کې ۲۸ غرفې لري او بېلابېل خوراکي مواد لکه وچه مېوه، زعفران او لبنیات‌یې نندارې ته ایښي دي.

دا نندارتون پنځه ورځنی دی.