د لاجورد لارې لومړنی کاروان بېرته افغانستان ته ورسېد

۹ لارۍ سوداګریز توکي له ترکیې څخه هرات او فاریاب ولایتونو ته ورسېدل

د لاجورد لارې لومړنی کاروان بېرته افغانستان ته ورسېد.

په‌دغه کاروان کې چې ۹ لارۍ سوداګریز توکي وو، د دوشنبې په ورځ له ترکیې څخه هرات او فاریاب ولایتونو ته ورسېد.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په همدې مناسبت یوې غونډې ته وویل:

"زموږ کاروان بېرته راورسېد. موږ او تاسو د ځمکې له لارې له اروپا او نورو هېوادونو سره نښلول شوي یو چې دې کار زموږ وابستګي او په ځان بسیاینه بدله کړه. لوی کار شوی دی او مرسته به وکړي چې زموږ سوداګر او افغانستان له انحصاره راووځي."

غوړي او درمل د دې کاروان په توکو کې شامل دي.

د هرات د ټرانسپورت ریاست چارواکي وایي، هڅه‌یې دا ده چې داسې امکانات برابر کړي چې د دغو انتقالاتو موده راټیټه کړي.

د ۹ لاریو لومړنی کاروان له همدې لارې د قوس په ۲۲مه حرکت وکړ او د جدي په ۸مه نېټه ترکیې ته ورسېد.

د لاجورد لارې تړون د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی دی.