د افغانستان کرنیز محصولات د دُبۍ ښار په نندارتون کې ایښودل شوي

د افغانستان کرنیز محصولات د متحده عربي اماراتو د دُبۍ ښار په نندارتون کې ایښودل شوي دي.

دا پنځه ورځنی نندارتون پرون د دُبۍ په سوداګریز مرکز کې پرانیستل شو.

د افغانستان د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي له دُبۍ څخه ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتون د افغان محصلاتو لپاره د بازار موندنې ډېر ښه فرصت برابروي.

ښاغلی رستمي زیاتوي:

"په‌دې نندارتون کې داخلي شرکتونه وو چې مېوې، زعفران او لبنیات‌یې نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارتون په لومړۍ ورځ د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او تورو جلغوزیو د بهرنیو پانګه‌والو او سوداګرو پام ځان ته واړوه."

د ښاغلي رستمي په خبره تمه ده چې په‌دې نندارتون کې د افغان او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه وشي.

د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغانستان د کرنې وزیر نصیر احمد دُراني، د سوداګرۍ او صنعت د خونې مسؤلانو او د یو اېس ای ډي یوه استازي ګډون کړی و.