د غزني په مقر ولسوالۍ کې اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل

د غزني د مقر ولسوالۍ د لاریون کوونکو یو انځور

د غزني په مقر ولسوالۍ کې سلګونه تنو اعتراض کوونکو له لوري نن څلورمه ورځ هم د کابل - کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

دوی غوښتنه لري چې د غزني مقر ولسوالۍ دې ولایت شي او د غزني ترڅنګ د زابل او پکتیکا ولایت ځینې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي.

دوی وايي: د سردار محمد داود خان د حکومت په وخت کې د دغې ولسوالۍ د ولایت کېدو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه پورې نه ده عملي شوې.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل چې تر هغې پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، تر څو چې یې غوښتنه منل شوې نه وي او په خبره یې چې دا د دوی مدني، حقوقي او بشري حق دي.

د دغو عتراض کوونکو یوه غړي انجنیر شهزاده عاصم ازادي راډیو ته وویل، دغه ولسوالي په هر لحاظ ولایت ته جوړه ولسوالي ده.

دی زیاتوي:

"دا ولسوالۍ یو ستراتیژیک موقعیت لري، په دغه ولسوالۍ کې د هوايي میدان جوړېدل، د ښارګوټو لپاره د ځمکې مشخص کول او ځیني نورو اړینو شیانو تیارول هغه څه وو چې پخوا یې ترتیبات نيول شوي وو، د سردار محمد داود خان د حکومت په وخت کې د دغې ولسوالۍ د ولایت کېدو پلان و، اسنادونه يې هم موجود دي، خو بیا د جګړو له امله پاتې شوه."

بل لور ته ځیني د نظر خاوندان هم د دغه زون ولایت کېدل هم د جغرافیوي موقعیت او هم د غزني ولایت د امن لپاره ګټور ګڼي.

عبدالرحمن مصلح چې د غزني په سیاسي او جغرافیايي حالاتو پوره نظر لري، ازادي راډیو ته وویل:

"که مقر ولایت شي، د غزني په ټولو ځنګل لرونکو ولایتونو کې ورسره امنیتي بدلون راتلای شي."

د غزني دولتي چارواکي هم د دغو اعتراض کوونکو غوښتنه پر ځای ګڼي او وایي چې د مقر ولسوالۍ له قومي مشرانو سره یې لیدلي، تر څو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

د غزني د والي ویاند عارف نوري

"د غزني والي له دوی سره د ټيلیفون له لارې خبرې کړي او ورڅخه غوښتي یې دي چې دغه خلک دې خپلو لاریونونو ته د پای ټکی کېږدي او دوی دې له محلي او مرکزي دولت سره خپله ستونزه د خبرو له لارې پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د جاغوریو ترڅنګ پر پنځو ولسوالیو د ولایت کېدو بحثونه روان دي، خو ډېری کسان دغه کار ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې تر شا یې سیاسي حرکات او پلانونه لیدل کېږي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر