"Save the Children": افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه بلل شوی

د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا سيف د چيلډرن په تازه راپور کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې راغلى چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه بلل شوي دي.

د دې ادارې په حواله هر کال په نړۍ کې په وسله‌والو شخړو پورې اړوندو پېښو کې سل زره ماشومان مړه کېږي.

دغې خيريه ادارې نن په يوه راپور کې ويلي: ماشومان د لويانو له خوا د شخړو پر مهال په بېلابېلو لارو کړاو ګالي، ځکه دوى په جسمي لحاظ کمزوري دي.

د دې ادارې راپور وايي، له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٧میلادي کاله پورې په لسو هېوادونو کې شا و خوا ٥ لکه ٥٠زره ماشومان د جګړو او د شخړو د سختو عواقبو له کبله مړه شوي دي.

په هغو لسو هېوادونو کې چې د ماشومانو لپاره ډېر ناوړه بلل شوي د افغانستان تر څنګ عراق، سوريه، يمن، د مرکزي افريقا جمهوريت، د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت، مالي، نايجريا، سوماليا او جنوبي سوډان شامل دي.