کشمیر کې چاودنې کې لږ تر لږه ۴۴ هندي پولیس افسران ووژل

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پرون په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۴۴ تنه هندي پولیس افسران ووژل شول.

عیني شاهدان وايي، د چاودنې غږ یې له ډېرو لېرې سیمو څخه واورېده.

دا په تېرو څو لسیزو کې د کشمیر په متنازع سیمه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه او اټکل کېږي چې د نوې ډیلي او اسلام‌آباد په اړیکو کې کړکېچ به لا زیات کړي.

د جمو او کشمیر پر لویه لاره د هند د پولیسو د ریزرف ځواک د موټرو پر کاروان د دې برید مسوولیت جیش محمد ډلې چې مرکز یې په پاکستان کې دي منلی.

هند له پخوا راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د افراطي وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا حمله په کلکه غندلې ده او په یوه بیان کې یې- چې تېره شپه خپور شو ویلي چې د افغانستان دولت یو ځل بیا د ترورېزم پر ضد د هېوادونو ترمنځ د یووالي او نژدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

په نوې ډیلي کې د امریکا سفیر کین جوسټر Ken Juster هم دا حمله وغندله او پر ټویټر یې ولیکل چې امریکا د ترورېزم پرضد په جګړه کې د هند تر څنګ ولاړه ده.