په نشه‌يي توکو د اخته افغان ماشومانو په اړه د «Save the children» اندېښنې!

ارشیف

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو له امله ډېری هغه ماشومان زيانمن شوي چې میندې او پلرونه یې په نشو اخته دي او یا د نشه‌يي موادو په کاروبار کې کار ځینې اخېستل کېږي.

طبي ډاکټران وايي چې د نشه‌يي موادو په اړه د خلکو ناخبري او پر نشه‌يي موادو د درملنې ناسم باورونه د ماشومانو د اعتیاد سبب ګرځي.

د ماشومانو د ملاتړ نړيواله نړيواله اداره یا «Save the children» د هغو افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي چې د نشه‌يي موادو له خطر سره مخ دي.

د دې موسسې ویانده مریم عطايي وايي، دا مهال افغان ماشومان تر نورو افغانانو ډېر د نشه‌يي موادو له امله زيانمن شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې یو ماشوم پر سړکونو ګرځي او کار کوي داسې ښکاري چې مجبور دي، د خپلې کورنۍ لپاره روزي پيدا کړي، دغه ډول ماشومان په نشو د اخته کېدو، جنسي تېري او خلکو د ناسم چلند له خطرونو سره مخ دي، له بده‌مرغه چې دغسي وضعیت د ماشومانو راتلونکي ته زیان لري."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د څېړنې له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو میلیون نجونې او هلکان چې عمرونه یې تر اتلسو کالو کم وو، د نشه‌يي موادو له امله زيانمن شوي دي.

د دې وزارت د څېړنې نتایج ښيې چې په افغانستان کې د معتادو ماشومان شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ماشومانو کې د اعتیاد ستونزه د دې لامل شوې چې یو شمېر ماشومان له زده‌کړې او صحي خدمتونو څخه بې برخې پاتې شي.

د بشري حقونو د کمېسیون ویاند بلال صدیقي له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ماشومانو لپاره د افغان حکومت وقایوي پروګرامونه کافي نه بولي.

د بشري حقونو د کمېسیون ویاند بلال صدیقي

دی وايي:

"له بده‌مرغه چې د ماشومانو غوښتنو ته په پام سره لازم اقدامات نشته او د نشه‌يي موادو له امله زيانمن شوېو ماشومانو ته د ضرورت په اندازه صحي مرستې نه رسېږي. په‌داسې حال کې چې ماشومان ډېر صحي ملاتړ ته اړتیا لري، باید د زيانمن شويو ماشومانو غوښتنو ته د مرستو پلانونه جوړ او عملي شي، خو په‌دې برخه کې اوسني اقدامات بسنه نه‌کوي."

د عامې روغتیا وزارت په کال کې د نشه‌يي موادو له امله د زيانمن شويو یو ميليون ماشومانو له ډلې څخه یوازې د ۲۴۰۰ ماشومانو درملنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې راکمولو ریاست تخنیکي مسؤل ډاکټر عبدالمبین سلطان وايي، د معتادو ماشومانو ډېری يې په هيروئينو اخته دي.

ښاغلي سلطان زیاته کړه:

"ّد درملنې په مرکزونو کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي چې دا خدمات مو په درېیو پړاونو کې په پام کې نیولي دي لکه تر درملنې مخکې پړاو، د زهرو ایستلو پړاو او د بیارغاونې پړاو چې دا بهير یو کال دوام کوي."

د ماشومانو د ملاتړ نړيواله اداره وايي چې بې‌وزله او هغه ماشومان چې پر سړکونو ګرځي او کار کوي د اعتیاد له جدي خطر سره مخ دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت له اعتیاده د افغان ماشومانو د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ګټور بولي.

د دې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي، په لارو او کوڅو کې د ټیاټر نندارې به له افغان ماشومانو سره مرسته وکړي چې له نشو څخه لېرې پاتې شي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار

نوموړی وايي:

"له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت له اعتیاده د ماشومانو د ساتنې داسې وقایوي پروګرامونه جوړ کړي چې ډېر تمرکز یې د معتادو ماشومانو پر درملنه او دوی د ظرفیت پر لوړولو دی. دغه ډول دوی ته د درملنې په مرکزونو کې د لومړنیو زده‌کړو فرصتونه هم شته."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت دا مني چې د اعتیاد ډېروالي ته په پام کې نيولو سره ماشومانو او ښځو ته د دوی پروګرامونه کافي نه‌دي، خو د ماشومانو د ملاتړ نړيواله اداره بیا وايي چې دوی په حکومتي ادارو کې د ماشومانو د ستونزو اوارولو لپاره د نورې بودجې غوښتنه کړې ده.

راپور: فرید حلیمي

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د حلیمي راپور