ملي امنیت طالبانو ته: له زندانه د انس حقاني د خوشې کولو پرېکړه نه‌ده شوې

انس حقاني

وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره د مذاکره کوونکي پلاوي ۱۴ کسیز نوم‌لړ کې د انس حقاني نوم هم شامل کړی، د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې له زندانه د انس حقاني د خوشې کولو په اړه هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې.

رسنیو ته له دغه ریاسته په یو استول شوي پیغام کې راغلي چې انس حقاني په زندان کې دی او د افغانستان حکومت د قانون پر تطبیق مکلف دی.

په دغه پیغام کې راغلي:

"هغه کسان چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې په جرم مرتکب شوي، د نافذه قوانینو له مخې به‌یې په اړه پرېکړه وشي، خلک دې د عدالت پر پلي کېدا ډاډه وي."

د ملي امنیت لوګو

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر د طالبانو د رهبر ملا هبت الله په مشوره دغه څوارلس نفري لست تیار کړی دی.

د مذاکره کوونکو په‌دغه لېست کې:

  • د شیر محمد عباس په مشرۍ.
  • د مولوي ضیالرحمن مدني.
  • مولوي عبدالسلام حنفي.
  • شیخ شهاب الدین دلاور.
  • عبدالطیف منصور.
  • ملا عبدالمنان عمري.
  • مولوي امیرخان متقي.
  • ملا محمد فاضل مظلوم.
  • ملا خیرالله خېرخواه.
  • مولوي مطیع الحق.
  • ملا محمد انس حقاني.
  • ملا نوري.
  • محمد نبي عمري.
  • او ملا عبدالحق وثیق نومونه راغلي دي.
په دې اړه نور: ولې طالبانو د انس حقاني نوم د مذاکره کوونکو په لېست کې شامل کړ؟

په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه با صلاحیته پلاوی له امریکا سره د خبرو د پرمخ وړلو صلاحیت لري.

خو طالبانو په‌دې لېست کې د انس حقاني نوم هم شامل کړی چې نوموړی له تېرو ۵ کلونو راهیسې په زندان کې دی.

د انس حقاني نوم د حقاني شبکې د مرستیال په توګه یاد شوی، نوموړی د ۱۳۹۳ لمریز کال په میزان میاشت کې ونیول شو.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هماغه مهال ویلي و چې انس حقاني د حقاني شبکې په پرېکړو او د عملیاتو په ستراتیژیو کې مستقیم او غیر مستقیم دخیل و او د دغه شبکې لپاره يې د خلیج په هېوادونو کې د مرستو د راټولو مسولیت پر غاړه درلود.

د افغانستان د ملي امنیت د معلوماتو له مخې انس حقاني اوس مهال د افغانستان په یو زندان کې زنداني دی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې:

  • ولې طالبانو د یو زندانې نوم د مذاکره کوونکو په لېست کې راوستی دی؟

ومو غوښتل په‌دې اړه د وسله‌والو طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نظر واخلو خو ونه توانېدو، خو د طالبانو یوه پخواني چارواکي او د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وویل چې شاید طالب استازو او امریکايي لوري په تېرو ناستو کې د انس حقاني د خوشې کولو په اړه یوې موافقې ته رسېدلي وي.

د طالبانو یوه پخوانی چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبر اغا

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر دا احتمال ډېر زیات دی چې امریکایان او طالبان د انس حقاني د خوشې کولو په اړه موافقې ته ورسېږي او یا هم رسېدلي وي، ځکه انس حقاني هغه کس دی چې امریکایانو نیولی او که امریکا يې له زندانه خوشې کړي، نو ستونزه به جوړه نه‌شي."

ښاغلی سید اکبر اغا په‌دې باور دی چې د طالبانو له لوري له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره د مذاکره کوونکي ډلې د نومونو د لېست اعلانول د سولې په اړه هیلې ډېروي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت ویلي، که طالبان د سولې په خبرو کې جدي وي، له افغان حکومت سره دې د سولې د مذاکره کوونکي ډلې لېست اعلان کړي.

افغان حکومت څو میاشتې وړاندې له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ډلې لېست اعلان کړی، خو طالبان لا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه‌دي.

ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په قطر کې یو وار بیا له طالب استازو سره ګوري.

ښاغلی خلیلزاد اوس مهال د سیمې او اروپا د یو شمېر هېوادونو په سفر بوخت دی.

خلیلزاد تازه په خپل ټویټر لیکلي دي چې د دغه سفر په لړ کې يې په بروکسل کې د ناټو د سرمنشي ینس سټولنبرګ او د اروپايي ټولنې له یو شمېر مشرانو سره کتلي دي او په‌دې کتنه کې دې پایلې ته رسېدلي چې د بین‌الافغاني خبرو ژر پیل یو مهم لومړیتوب دی.

​ښاغلي خلیل‌زاد همدا شان ویلي دي چې د دوی ګډ هدف دا دی چې د سولې تړون ته ورسېږي نه د خروج موافقې ته.

راپور: اکرام الله اکرام