رستمي: په کلني ډول په لغمان کې ۱۳ ټنه کبان تولیدېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وباند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په کلني ډول په لغمان ولایت کې ۱۳ ټنه کبان تولیدېږي.

د دغه وزارت وباند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ۵۵ فارمونه جوړ شوي چې په کلني ډول ورنه همدا ۱۳ ټنه کبان تر لاسه کېږي.

د نوموړي په خبره، د دغه ولایت د اوسېدونکو له‌خوا د کبانو د روزنې د فارمونو جوړولو غوښتنه ډېره شوې او په وینا یې ښه زمینه هم ورته برابره ده.

ښاغلی رستمي وايي، د کابل علیشنګ، علینګار سیندونو اوبه په نوموړي ولایت کې د کبانو د روزنې له‌پاره مهمې سرچینې بلل کېږي.