د مشرانو جرګې ځيني غړي: طالبان دې د حکومت د سولې وړاندیزونو ته لبیک ووایي

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو غواړي چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونو ته لبیک ووایي.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسمشر اعلان وکړ چې په کابل کې طالبانو ته د دفتر ورکولو او د هغوی د امنیت ټینګښت ته حاضر دی، د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، فکر نه کوي چې طالبان به د حکومت دغه وړاندیز ته هم مثبت ځواب ووایي.

د دغې جرګې مرستیال منشي فیصل سمیع د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که طالبان د حکومت دغه وړاندیز ته ځواب ووایي، د سولې د مذاکراتو پر پروسې به مثبت اغېز وکړي.

دی زیاتوي:

"هغه خبرې چې پرون ولسمشر وکړې، یو مثبت ګام دی، البته په افغانستان کې د سولې لپاره، په دې شرط چې طالبان دا درک کړي او حاضر شي چې له حکومت سره مذاکره وکړي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، د حکومت هېڅ یو غږ ته طالبانو مثبت غبرګون نه دی ښودلی."

ښاغلي سمیع په دې تړاو چې طالبان د حکومت غوښتنو ته کله هم مثبت ځواب نه دی ویلی، وايي چې دغه ډله لا هم په تصمیم نیونه کې خپلواکه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د ننګرهار له غني خېلو ولسوالۍ د لیدنې پر مهال وویل چې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره ان له خپله سره هم تېر دی.

هغه دا هم وویل چې چمتو دی چې په کابل او که هر بل ځای کې طالبانو ته دفتر ورکړي او ساتنه ترې وکړي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د دغه دفتر په رسمي کېدو خبرې کړي.

د طالبانو بیرغ

هغه د ولسمشر غني وروستیو خبرو ته په اشارې وویل چې محمد اشرف غني غواړي چې اصلي موضوع بدله کړي او د سولې هڅو ته زیان ورسوي.

له دې سره د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي صالح محمد صالح وایي، حکومت باید لومړی له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو هوکړې ته ورسېږي او بیا دې د دوی د دفتر پر څرنګوالي خبرې وکړي.

دا وړاندیزنه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په داسې حال کې مطرح کېږي چې لا هم طالبان له حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي او ویل کېږي چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني.

په ورته وخت کې سیاسي کارپوه ناصر شفیق وایي، که په کابل کې د دفتر د جوړولو وړاندیز د دغې ډلې له لوري ومنل شي، د سولې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره به یو مثبت ګام وي.

دی وایي:

"زه فکر کوم، که په هېواد کې دننه د طالبانو امنیت ونیول شي او په دې برخه کې نړیوال ضمانت هم موجود وي، ښه ده چې د سولې د مذاکراتو لپاره په کابل کې دوی ته دفتر جوړ شي."

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته په کابل کې د دفتر د پرانیستې وړاندیز کوي چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې په تړاو ډېرې خبرې په قطر کې د دغې ډلې په دفتر کې شوې دي، هغه ځای چې په راتلونکو څو ورځو کې به یو ځل بیا د طالب استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو شاهد وي.

راپور: فېروز عزیزي