د يونان پارلمان په ناټو کې د مقدونيا د يوځاى کېدو بحث پيل کړ

د يونان پارلمان په ناټو کې د ګاونډي هېواد مقدونيا د يوځاى کېدو پر پروتوکول مباحثې پيل کړې.

ويل کېږي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسيزو د لانجې ختمېدو زمينه برابره شي.

مقدونيا چې د پخوانۍ يوګوسلاويا جمهوريت دى، تېر ميلادي کال له يونان سره موافقه وکړه چې نوم به يې د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدل شي.

د دواړو هېوادونو پارلمانونو له وړاندې د نوم بدلولو دغه موافقه تصويب کړې ده.

يونان پر دغه نوم ځکه انتقاد درلود چې يو ولايت يې په همدغه نوم دى.

تمه کېږي چې د يونان پارلمان به نن ناوخته په دې اړه رأيه اچونه وکړي.