له معتادینو د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو شکایت

آرشیف

د کابل ښاروالۍ د تنظیف او پاکوالي کارکوونکي وايي چې معتادینو د چټلیو په شیندلو سره ښار چټل کړی دی.

ځیني وختونه د کابل ښاروالۍ د تنظيف يا پاکوالي د څانګې کارکوونکي دې ته اړ ایستل کېږي چې له ښار او کوڅو په ورځ کې دوه ځله چټلۍ راټولې کړي.

د کابل ښاروالۍ کارکوونکی شریف وايي چې دا د "زموږ ښار، زموږ کور" خبره هسې یو شعار دی، کابل ښاریان له موږ سره د ښار په پاکوالي کې همکاري نه کوي.

دا په عمر پوخ سړی چې د ژوند ډېره برخه یې د ښار په پاکوالي کې تېره کړې، وايي، معتادین هم د نورو خلکو غوندې له کثافت دانیو چټلۍ را اوباسي او په کوڅو او لښتیو کې یې اچوي.

ده وویل:

"معتادینو موږ ته ډېرې ستونزې جوړې کړي، دوی د ښاروالۍ له لومړۍ ناحیې نيولې بيا تر اتمې ناحیې پورې چټلۍ وړي، کله چې پوښتنه ځنې وکړو چې دا کار ولې کوئ؟ وايي چې دا چټلۍ دوکاندار او یا د اپارتمان خاوند راکړي دي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو پر اساس، یو معتاد د ورځې له سلو تر دوو سوو افغانیو پورې لګښت لري چې دا پیسې له بېلابېلو لارو پیدا کوي.

امید یو له هغو معتادینو دی چې د کابل ښار له کوڅو او سړکونو د وسپنې قطۍ او پلاسټیکي شیان را ټولوي.

په کابل کې ځيني معتادین

​دی وايي چې له دې لارې د نشې لګښت پوره کوي.

نوموړي وویل:

"له چټليو د پیپسي بوتلونه او هر هغه څه چې لاس ته راځي، را ټولوو يې، آن دا چې لرګي هم را ټولوو، غواړو چې په دې ډول د نشې پیسې برابرې کړو."

د عباس په نوم یو بل معتاد بیا په داسې حال کې چې په چټلیو کې فلزي قطۍ او پلاسټیکي شیان لټوي، وايي چې دی مجبور دی چې هره ورځ همدا کار وکړي.

ده زیاته کړه:

"له چټليو هغه شیان را ټولوو چي موږ ته ګټه کوي، څه چې مو په درد نه خوري، هغه بېرته په کثافت دانیو کې اچوو."

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د معتادینو په دې کار سره ښار نور هم چټلېږي.

د کابل دوه ښاريان صفي الله او سلیم ازادي راډیو ته وويل چې معتادين د چټليو ډېرانونه يوې او بلې خوا ته سره شيندي او ښار چټلوي.

دوی وویل:

"کله چې موږ د شپې له خوا له کوره چټلۍ راوباسو، د ښاروالۍ تر کارکوونکو مخکې معتادین راځي او د اړتیا وړ شیان ځنې راټولوي، نورې چټلۍ پر سړکونو او کوڅو کې سره شیندي چې په دې کار سره یې ښاروالۍ ته ډېر مزاحمت جوړ کړی دی."

"لکه درېيو څلورو کسانو چې دا سیمه په اجاره نیولې وي، دوی هره ورځ د خرڅلاو لپاره له ډېرانونو پلاسټیکي او فلزي شیان را ټولوي، دوی له ډېرانونو د خپلې خوښې شیان ټولوي او پاتې چټلۍ سره شيندي، دوی ټوله شپه ګرځي."

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې زرګونه معتادین اوسېږي چې خلکو ته یې ګڼ شمېر اجتماعي ستونزې جوړې کړي دي.

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان فیچر