د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې غندلي چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د سولهییزو احتجاج کوونکو پر ضد پر تشدد یې پهکې اندېښنه څزګنده کړې وه.
افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» پر خپلې ټویټر او فېسبوک پاڼې په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پر ضد د یوه احتجاج پر مهال د پولیسو لهخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي ارمان لوڼي تر وژنې او بیا د همدغې وژنې پر ضد په اسلاماباد او خېبر پښتونخوا کې د سولهییزو احتجاج کوونکو د نیول په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویېویل:
"د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سولهییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تأييدوي او جدي اندېښنه ښيي."
The Afghan government has serious concerns about the violence perpetrated against peaceful protestors and civil activists in Khyber Pakhtunkhwa and Balochistan.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 7, 2019
د اشرف غني په خبره، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده او زیاتوي:
"د هر مسؤل دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بدهمرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي."
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر دغه څرګندونې غندلي او دا ډول بیانونهیې نامسؤله او د «پاکستان» په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر د افغان ولسمشر په غبرګون کې همدا شان ویلي:
"افغان مشرتابه ته پهکار ده چې د افغان ولس اوږدمهاله تکلیفونو او شکایتونو ته پام واړوي."
We reject the tweet by President Ashraf Ghani. Such irresponsible statements are only gross interference. Afghan leadership needs to focus on long-standing serious grievances of the Afghan people.
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) February 7, 2019
د یادونې وړ ده چې د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې په بلوچستان کې د خپل غړي ارمان لوڼي د وژنې پر ضد احتجاجونه کړي چې د راپورونو له مخې پولیسو د دغه سولهییزو احتجاجونو پر مهال د دغه غورځنګ ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.