فریډم هاوس: امریکا کې ډموکراسي خورا زیاته کمزورې شوې

د بشري حقونو یوه مدافع ډله فریډم هاوس «Freedom House» یا د ازادۍ کور خبرداری ورکوي چې په متحده ایالاتو کې د ډموکراسۍ پر وړاندې خنډونو په ټوله نړۍ کې مدني ازادیو او سیاسي حقوقو ته زیان اړوي.

په واشنګټن کې دېره دا ټولنه په خپل راپور کې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال جریاناتو ته په پام سره په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

راپور د نړۍ په ۶۸ هېوادونو کې د مدني ازادیو یو تیاره تصویر وړاندې کوي، خو په هېوادونو کې په‌دې برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي.

فریډم هاوس د روسیې، ایران، اذربایجان، مونته‌نګرو، هنګري، صربیا او د منځنۍ اسیا پر ۳ هېوادونو په تېرو پرله‌پسې ۱۳ کلونو کې د بشري ازادیو په برخه کې د پاتې راتلو له کبله انتقاد کوي.

راپور زیاتوي چې که څه هم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ په امریکا کې ډموکراسي لا هم پیاوړې ده، خو په تېرو اتو کلونو کې خورا زیاته کمزورې شوې.