د پاکستان د مدني حقونو سازمان په دغه هېواد کې د ارمان لپاره د لاریون غوښتنه کړې

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی

د پاکستان د مدني حقونو سازمان سبا ته په ټول هېواد کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په مختلفو برخو په ځانګړي ډول، د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض کې مظاهرې او لاریونونه دوام لري.

د پاکستان په سوات کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

په همدې حال کې نن د پاکستان د مدني حقونو سازمان سبا ته په همدې مناسبت په ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، ارمان لوڼی د شنبې په ورځ د بلوچستان په لورالایي سیمه کې پر یوې اعتراضیه غونډه کې د پولیسو تر چاپې وروسته د شکنجې په نتیجه کې وژل شوی دی.

د دې غورځنګ د مشرتابه غړي او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي محسن داوړ د جرمني خبري اژانس ته نن وویل چې د دوی د غورځنګ ملګري او پلویان به‌يې د ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

محسن داوړ وویل، د بلوچستان پولیسو تر اوسه پورې حتی د ارمان لوڼي د وژل کېدو راپور هم نه‌دی ثبت کړی.

د بلوچستان په ډېری پښتون مېشتو سیمو کې نن کاربندیز دی، اکثریت دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي، امنیتي ځواکونه د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره پر لارو کوڅو ګزمې کوي.

د کابل په ګډون د افغانستان په مختلفو سیمو او په اروپا کې مېشتو افغانانو او پښتنو د ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض کې غونډې او لاریونونه وکړل.

په افغانستان کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو جمعیت علماء اسلام، عوامي نشنل ګوند، بلوچستان نشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند، د وکیلانو اتحادیې او سوداګریزو ټولنو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د اعلان شوي اعتصاب او کاربندیز ملاتړ کړی دی.

بل‌خوا د کوټې د مدني روغتون ویاند په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ارمان لوڼي د جسد د عدلي طبي راپور بشپړېدل به وخت ونیسي.

د یکشنبې په ورځ د ارمان لوڼي په جنازه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتين، د دې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ، علي وزير او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر نواب اياز خان جوګيزي په ګډون، زرګونه کسانو ګډون وکړ.