چارواکي: بدخشان کې نږدې ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول شوي

ارشیف

د بدخشان ولایت د کرنې ریاست وایي، سږ کال په‌دغه ولایت کې نږدې ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې مشر سید معین‌الدین عیني نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د هېوادونو د نورو ولایتونو برعکس په بدخشان کې وچکالي نه‌وه چې له امله‌یې زیاته اندازه غنم راټول شوي.

د ښاغلي عیني په خبره، راټول شوي غنم یوازې په همدغه ولایت کې مصرفېږي، ځکه د ولایت نفوس زیات او د کرنیزو ځمکو په پرتله غرونه زیات دي.

له دې سره نوموړي ټينګار وکړ چې که په‌دغه ولایت کې ورښتونه همداسې دوام ومومي، راتلونکي کال کې به د کرنیزو محصولاتو حاصلات هم زیات وي.