د سولي ولسي حرکت د «PTM» د يوه وتلي غړي پر وژل کېدو خواشيني وښوده

ارشیف، د سولې د ولسي حرکت وياند بسم‌الله وطندوست

د سولې ولسي حرکت يا «PPM»، د پاکستان په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا «PTM» د يوه وتلي غړي پر وژل کېدو خواشيني وښوده.

ارمان لوڼى وړمه ورځ ناوخته په بلوچستان ايالت کې ووژل شو چې د هغه د کورنۍ غړي يې ملامتي د پاکستان پر پوليسو اچوي.

د سولې د ولسي حرکت وياند بسم‌الله وطندوست پرون وويل:

"د سولې ولسي حرکت «PPM» ټول غړي د ارواښاد لوڼي کورنۍ او ټولو دوستانو ته تسليت وړاندې کوي. د نړۍ په هر ګوټ کې د عدم تشدد د هرې ډلې او مبارزې ملاتړ کوي. ځکه نو د ارمان لوڼي پر وژنه د سولې ولسي حرکت ټول غړي سخت خپه دي."

د ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض په کابل، خوست، کونړ، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې اعتراضیه لاريونونه شوي دي.

د «PTM» مشر منظور پشتين پرون د لوڼي د جنازې په مراسمو کې وويل چې دوى به د دې وژنې بدل اخلي.